منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۰ کتنې

غزني‌ښار ( پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۴ ): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند، ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د غزني قره باغ ولسوالي اړوند د کابل کندهار په لویه لار عسکر کوټ سیمه کې یو هایلکس او مازدا موټر تر منځ ټکر شوی دی.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ده وویل، په یاد مازدا موټر کي د راستېدونکو کډوالو کډه وه چي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د کندوز ولايت ته په لار وو.