ژبه

امریکا کې د تکواندو نړۍوالې سیالۍ؛ یوه افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال اخیستی

کابل (پژوک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري په امریکا کې د تکواندو نړۍوالو سیالیو کې د خپلو څلورو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی.

فرزاد منصوري تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په امریکا کې د «Open G2» ۲۰۲۶ کال سیالیو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

هغه لیکلي چې له سختو سیالیو وروسته پر دې وتوانېد چې خپلو دوو امریکایي، یوه مکسیکویي او یوه ارجنټایني سیال ته ماته ورکړي.

د راپورونو له مخې، یادې سیالۍ د امریکا په لاس‌ویګاس ښار کې ترسره شوې دي.

د یادونې ده، فرزاد منصوري د روان ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې هم په انګلیستان کې د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.