کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په نږدې راتلونکي کې به روسي معتبرې او مهمې کمپنۍ خپل تخنیکي ټیمونه افغانستان ته راواستوي، ترڅو له دغه شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او د برېښنا په اړوندو نورو برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت د رهبرۍ پلاوي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد له یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له مشرانو سره لیدنې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړل شوه چې افغانستان ته راشي، د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي، د افغانستان برېښنا شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره کړي او د برېښنا انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
یاد شرکت لیکلي چې د ترسره شوي تفاهم له مخې، روسي معتبرې کمپنۍ به د افغانستان له برېښنا شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او همدارنګه د برېښنا انرژۍ په نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي او په دې برخه کې یې خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې روسي معتبرې او مهمې کمپنۍ خپل تخنیکي ټیمونه افغانستان ته واستوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه به د برېښنا اړوندو برخو کې کار وکړي او د برېښنا انرژۍ د ګډو پروژو د تطبیق لپاره به لومړني ګامونه واخلي.
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان له برېښنا شرکت سره دا ډول همکارۍ کولی شي هېواد ته د دوامدارې برېښنا د تأمین زمینه برابره کړي او په کور دننه د برېښنا د تولید او د شبکې د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.