ژبه

د افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ نن پیلېږي

هجرت‌الله کاکړ

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۱

Views: ۲۳

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان، سریلانکا او هند الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې دغه درې اړخیزې سیالۍ نن په سریلانکا کې پیلېږي او افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې «پنجشنبه» د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي.

همدارنګه د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د جون په ۱۳مه د سریلانکا له الف لوبډلې سره، درېیمه لوبه به د جون په ۱۷مه د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي.

دغه‌راز، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه بیا د سریلانکا له الف لوبډلې سره د جون په ۱۹مه ترسره کړي.