ژبه

راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ای‌سي‌سي تازه درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونو خپل کړي

هجرت‌الله کاکړ

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۶

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) د شل‌اوریزو او یو ورځنیو لوبو د لوبغاړو په تازه درجه‌بندۍ کې افغان لوبغاړي ځلېدلي؛ توپ‌اچوونکو کې راشدخان او الراونډرانو کې عظمت‌الله عمرزي لومړي مقامونه خپل کړي دي.

د کرکټ نړی‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان ۶۸۲ د نومرو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای کې راغلی دی.

همدارنګه د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان بیا د ۷۵۳ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړۍ مقام خپل کړې دی.

د کرکټ نړی‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجه‌بندۍ کې بیا عظمت‌الله عمرزی په لومړي مقام کې راغلی او محمدبني له درېیم مقامه څلورم ته ښکته شوی دی.

دغه‌راز، د یو ورځنیو لوبو د توپ‌وهونکو په تازه درجه‌بندۍ کې ابراهیم ځدراڼ پنځم ځای خپل کړې دی.