کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو ۱۴۷ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۱۲۵ یې د تورخم او ۲۲ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغو بندیانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي چې د قانوني سندونو نه لرلو له امله یې هلته د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې وې.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې چې یاد کسان د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدل شول.