منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:09 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

پکتیا کې له پاکستانه راقاچاق شوې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

· 1 دقیقه لوستل · 246 کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه راقاچاق شوې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.

د یادې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسلې چې ۲۰ تومانچې او څلور ټوپک پکې شامل دي، د ډنډپټان ولسوالۍ په ناري ژوره سیمه کې کشف او ترلاسه شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو وسلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د عاملینو پېژندلو او نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.