کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله راهیسې تر اوسه له ۸۲ زره ډېر راستانه شوي ماشومان د سویې د تثبیت له ازموینې وروسته ښوونځیو ته معرفي شوي او هڅې روانې دي چې هيڅ ماشوم د کډوالۍ یا اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې نه شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون له ۱۲ کمېټو څخه د ښوونې او جوماتونو کمېټه د راستنېدونکو ماشومانو د زدهکړې حق ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې هيڅ ماشوم د کډوالۍ له امله له زدهکړو محروم نه شي.
د هغه په خبره، د همدې موخې لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې چې له مخې یې ټول راستنېدونکي ماشومان د یادې کمېټې له خوا ثبت او راجسټر کېږي، وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لارې په رسمي ډول د پوهنې وزارت ته معرفي کېږي.
هغه زیاته کړې چې له دې وروسته د دغو ماشومانو د زدهکړې د سویې د تثبیت ازموینه په مرکز او ولایتونو کې اخیستل کېږي او تر ارزونې وروسته د هغوی د زدهکړې له کچې سره سم په دولتي ښوونځیو او د هېواد په نورو ښوونیزو بنسټونو کې شاملېږي.
فطرت ویلي، د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله راهیسې په ټول هېواد کې له ۸۲ زره او ۸۳۲ راستنېدونکو ماشومانو د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې او تر ارزونې وروسته اړوندو ښوونځیو ته معرفي شوي دي.
د هغه په خبره، دغه بهیر لا هم روان دی او هره ورځ نوي راستنېدونکي ماشومان د همدې کړنلارې له مخې ښوونیز نظام ته جذبېږي.
هغه ټینګار کړی: «که کوم زدهکوونکي د کډوالۍ پر مهال خپل تعلیمي اسناد له لاسه ورکړي وي، د دغو اسنادو نشتوالی د هغوی د زدهکړو د دوام خنډ نه ګرځي. دغه زدهکوونکي خپل معلومات د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لارې بېرته ثبتوي او د رسمي مکتوب له ترلاسه کولو وروسته یې تعلیمي وضعیت ارزول کېږي او د کړنلارې له مخې د زدهکړو د دوام لپاره ټولې اسانتیاوې او لازم شرایط ورته برابرېږي.»
د هغه په خبره، د ښوونې او جوماتونو کمېټه هڅه کوي چې راستنېدونکي زدهکوونکي هم د نورو زدهکوونکو په څېر له ټولو ښوونیزو خدمتونو برخمن شي. د اړتیا په صورت کې هغوی ته کتابونه، قرطاسیه او نور اړین درسي توکي هم برابرېږي، څو هيڅ ماشوم د اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو محروم نه شي.