کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان، – چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی و – د ا.ا د مشرتابه له لوري منظور شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دغه پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا د مزو غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا د توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې په پام کې نیول شوې دي.
سرچینه زیاتوي، د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به اتکا راکمه شي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د دغه پلان تطبیق به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پياوړتیا کې د انرژۍ سکټور رول لا مؤثر کړي، څو د ځان بسیاینې او د انرژۍ د خوندیتوب پر بنسټ ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.