ژبه

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ سپین‌غر پړانګانو بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه

Khwaja Nasir Sideqi

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۸

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د سپین‌غر پړانګانو د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یوولسم پړاو اي‌انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د سپین‌غر پړانګانو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په دې لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دې لوبه کې د سپین‌غر لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې.

په یاده لوبه کې د سپین‌غر لوبډلې له لوري بهیرشاه ۵۶، نورالرحمن ۴۸، اعجاز احمدزي ۳۰، دروېش رسولي او عصمت عالم ۲۰- ۲۰ منډې وکړې.

د بند امیر لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې سید شېرزاد او سلام خان دوه دوه، محمدسلیم، ننګیال خروټي، اظهارالحق نوین او فرمان‌الله د سپین‌غر لوبډلې یو- یو لوبغاړي وسوځول.

د بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې او د ۲۴ منډو په توپیر یې له سپین‌غر لوبډلې ماتې وخوړه.

د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې بارکزي ناصري ۶۹، صدیق‌الله اتل ۵۸ او صدیق پاچا ۳۵ منډې وکړې.

په دې لوبه کې راشدخان، عصمت عالم، محمدابراهیم او اعجازالحق د بند امیر ښامارانو لوبډلې دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې به بله لوبه نن ماسپښین دوه بجې د امونهنګانو او د میس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.