ژبه

په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو تازه روایتونه

سهراب سروری

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۹:۱۹

Views: ۱۷

بریتانیايي رسنیو د دوو شاهدانو له قوله په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه تازه روایتونه خپاره کړي دي؛ په دغو روایتونو کې د یادو ځواکونو له خوا د یو شمېر افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او د ساتېرۍ لپاره پر باروړونکو موټرو د بندیانو د اېښودلو یادونه شوې ده.

د راپورونو له مخې، ځانګړو ځواکونو به افغان بندیان پر باروړونکو موټرو اېښودل، موټر به یې په چټکۍ چلاوه، څو بندیان ترې راولوېږي.

سکای نیوز نن، سه‌شنبه، راپور ورکړی چې د بریتانیا د پوځ د احتیاطي ځواکونو پخواني غړي کریسټوفر ګرین په خپله شاهدي کې ویلي، په ۲۰۱۲ کال کې د «رحیم» په نوم کلي کې درې وروڼه د بریتانیايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې موجودو معلوماتو ښودله هغوی بزګران وو.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې د رحیم کلی د افغانستان په کوم ولایت کې موقعیت لري.

د راپور له مخې، پخوانۍ خبریالې مونیکا ګرینفل هم په خپله شاهدي کې ویلي چې یوه بریتانیايي سرتېري ورته کیسه کړې وه چې افغان بندیان به یې د ساتېرۍ لپاره د باروړونکو موټرو پر سر اېښودل، هغوی به یې پورته کول او موټر به یې په چټکۍ چلاوه، څو بندیان پر ځمکه راولوېږي.

د راپور پر بنسټ، «د افغانستان د څېړنې کمیسیون» دا مهال په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو ادعاوې او همدارنګه له دغو پېښو وروسته د احتمالي پټولو ادعاوې څېړي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې د دغو څېړنو له بهیر څخه ملاتړ کوي او د څېړنو تر بشپړېدو پورې به نور جزئیات یا څرګندونې نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د څېړنې کمیسیون د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو له خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه څېړنه کوي.

د راپورونو پر بنسټ، د روان کال د غبرګولي په اتمه د هغو څېړنو شواهد هم خپاره شوي وو چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۸۰ افغان ملکي وګړو د ناقانونه وژلو له ادعاوو سره تړاو لري.

همدارنګه، د راپورونو له مخې، د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یو شمېر پخوانیو غړو په افغانستان او عراق کې د جنګي جرمونو په ترسره کولو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو بې‌وسلې کسان «د شپې په خوب کې وژلي» او ان هغه ماشومان یې هم «اعدام کړي» چې لا د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي.