ژبه

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ نن د سپین‌غر پړانګانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي

Shpageeza-Cricket-League-

هجرت‌الله کاکړ

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۴چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو پایلوبه نن د سپین‌غر پړانګانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د چنګاښ له لسمې نېټې په خوست کې روانې دي. په دغو سیالیو کې د بست ساتونکو، امو نهنګانو، سپین‌غر پړانګانو، بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو لوبډلو ګډون درلود.

له ‌دغو لوبډلو د سپین‌غر پړانګانو او امو نهنګانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د سپین‌غر پړانګانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه به نن ۹:۳۰ بجې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.