ژبه

د خپلواکۍ ورځ؛ چارواکو پر خپلواک سیاست، ملي یووالي او نړۍوال تعامل ټینګار وکړ

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۶

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا لوړپوړو چارواکو د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د خپلواکۍ د ساتنې، ملي یووالي، امنیت او اقتصادي پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، له نړۍ سره یې د متقابل درناوي پر بنسټ د پراخ تعامل غوښتنه وکړه او له مخالفینو یې وغوښتل چې له تقابل او ناامنۍ رامنځته‌کوونکو هڅو لاس واخلي او افغانان دې ثبات او سوکالۍ ته پرېږدي.

د افغان ـ انګرېز لومړۍ جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ میلادي کلونو ترمنځ او دویمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ میلادي کلونو ترمنځ وشوه. درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په شپږمه پیل او د هماغه کال په اګسټ کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

نن (چهارشنبه، د زمري ۲۸مه) له انګرېز ښکېلاکه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ۱۰۷مې کالیزې سره برابره ده؛ په همدې ورځ غازي امان‌الله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

دغه ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو نمانځل کیږي.

نن په ملي دفاع وزارت کې په همدې اړه غونډه جوړه شوې وه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یادې غونډې ته په وینا کې وویل، ‎د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د جګړې پر مهال د افغان مجاهدینو امکانات او وسلې کمزورې وې، خو ایماني جذبه او عقیده یې پیاوړې وه.

ده هغو نړۍوالو قدرتونو ته چې د افغانستان پر وړاندې بد نیت لري وویل، چې د افغانستان له تاریخه دې عبرت واخلي او د لاس‌وهنې او تقابل پر ځای دې د اصولو په چوکاټ کې له افغانستان سره د هر اړخیز تعامل لاره غوره کړي.

هغه زیاته کړه: «دغه اقدام یوازې زموږ په ګټه نه دی، بلکې د نړۍ او سیمې د امنیت او اقتصادي تړونونو لپاره هم مهم ګڼل کېږي.»

د ملا برادر په وینا، اسلامي امارت فعال سیمه‌ییز او نړۍ‌وال مشارکت ته چمتو دی او په دې برخې کې د همکارۍ لپاره څرګند تعریفونه لري او نړۍ باید د رسمي تعامل لپاره جرئت وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «زه د شر او فساد پر شریرو عناصرو جدي غږ کوم، چي له خپل ناکام عمل څخه دي لاس واخلي، افغانان دي ارام او سوکالۍ ته پرېږدي.»

دغه‌راز، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په نننیو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه او منظم استخبارات لري چې د افغانستان په ټولو برخو کې فعال دي.

هغه زیاته کړه، دغو ځواکونو منظمې زده‌کړې کړې او په هر ډول شرایطو کې د هېواد دفاع ته چمتو دي.

د حنفي په وینا: «لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې هر قدرتمن هېواد هڅه کوي یا یې کړې څو د افغانستان سیاسي استقلال په خپل واک کې راولي، انګرېزان راغلل بیا روسان او وروسته امریکا راغله، ‏خو ملت قربانۍ ورکړې او بیا یې استقلال ترلاسه کړ.»

هغه وویل، افغانان باید خپلمنځي اتفاق او یووالی وساتي؛ ځکه د ده په وینا، بهرني استخباراتي کړۍ هڅه کوي له عقیدوي، فرهنګي او اقتصادي لارو پر خلکو اغېز وساتي، خو افغانان باید دې ته متوجه او هوښیار واوسي.

بلخوا، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني هم یادې غونډې ته وینا کې وویل چې خپلواکي هغه وخت خپله اصلي معنا پیدا کوي چې ټولیز او سراسري امنیت، اقتصادي وده، ټولنیز عدالت او پایداره ثبات موجود وي، «الحمدالله اوس مهال په ټولو برخو کې په ښه ډول کار شوی دی.»

هغه زیاته کړه، افغانان باید خپلواکي، ازادي، ملي یووالی او د تېرو نسلونو تاریخي لاسته‌راوړنې وساتي او راتلونکو نسلونو ته یې د ساتنې روحیه ولېږدوي. د ده په وینا، د خپلواکۍ ورځ دا پیغام لري چې د شرعي نظام د استقلال ارزښت او اهمیت خوندي وساتل شي او د تېرو ویاړونو یاد ژوندی پاتې شي.

ده وویل، د ازادۍ مفهوم ژور او پراخ دی او افغانان د درېیو امپراتوریو د ماتې تاریخي تجربه لري.

خلیفه سراج‌الدین حقاني زیاته کړه: «موږ د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې ښه وړتیا لرو، خو د زرګونو قربانیو پر مټ ترلاسه شوې خپلواکۍ نه دې ساتل شوې او تاریخ دا ثابته کړې ده. دا ځل باید د تاریخ هغه کرښه چې موږ خپلواکي نشو ساتلی، د خپلواکۍ په ساتلو سره بدله کړو.»‏

هغه وویل، افغانستان له ټولو هېوادونو سره پر اقتصادي او سیاسي همکاریو ولاړې اړیکي غواړي.

د نوموړي په وینا، د یوه ملت لپاره تر ټولو مهم امنیت دی او سالمه اداره هغه ده چې له ولس سره ښې اړیکې ولري او امنیت په ښه توګه ټینګ کړي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «د ملت مشروع غوښتنې باید ومنو او یوازې خپل مزاج پرې تحمیل نه کړو.»

هغه وویل: «زما هغو کسانو ته چې مخالف دي او له هېواده بهر ژوند کوي، سپارښتنه دا ده چې خپل او د خلکو ژوند مه تباه کوئ؛ افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی او ټول باید ځانونه په نظام کې شریک وبولي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په نننیو مرامسو کې وویل:  «لومړی موږ څنګه ازادي ترلاسه کړې؛ په ١٨٧٩ کال کې په ننګرهار کې د وخت حکمران له انګرېزانو سره یو تړون لاسلیک کړ، دا پکې ویل شوي وو چې د افغانستان بهرنی سیاست به د انګرېزانو په لاس کې وي، خو په ١٩١٩ کې افغانستان خپل سیاست مستقل اعلان کړ.»

هغه زیاته کړه، ازادي او خپلواکي یوازې پر یوه سیمه د واک لرلو معنا نه لري، بلکې هېواد باید په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې هم خپلواک وي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل:  «له ۱۸۷۹ – ۱۹۱۹ کلونو پورې پادشاهي د افغانانو وه، خو خارجي سیاست مو د انګرېز په لاس کې و، هغې ته هم موږ ازادي نشو ویلی، بلکې اصلي ازادي دا ده چې خارجي سیاست هم ستا په لاس کې وي.»

هغه زیاته کړه چې ځینې لوري کوشش کوي د سیمې هېوادونو کې امنیتي مشکلات رامنځته کړي، خو د یوه هېواد ناامني د سیمې امنیت خرابولی شي .

د بهرنیو چارو وزیر وایي: «هوښیاران له دغه ډول جریانونو څخه پند اخلي او د سیمې هېوادونو اوس درک کړې، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې په سیمه کې بهرنۍ موخې پلې کړي.»

ده زیاته کړه: «تېره ورځ مو د یوه مخالف خبرې اورېدې، ویل یې په بدخشان کي ټک او ټوک ده، دا به ټول افغانستان ته مشکل جوړ کړي، دوی دې هیڅ وخت دا فکر نه کوي چي خپلو شومو اهدافو ته به ورسېږي.»

هغه وویل، د کامیاب امنیتي ځواک ځانګړنه دا ده چې د دښمن تحرکات په نطفه کې خنثی کړي.

دی وایي چې افغانستان د ټول افغانانو ګډ کور دی که یې څوک د ښو ارادې نه لري بیا یې افغانان نه غواړي.

متقي زیاته کړه چې افغانان د هيچا فرمایشونه نه مني، او څومره چې پر افغانانو فشار زیاتېږي، هغومره مقاومت کوي او پرمختګ کوي چې افغانان یې په اقتصادي او پوځي برخو کې شاهدان دي.

همدارنګه، د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد هم ټولو اړخونو او لرو او نږدې هېوادونو ته په خطاب کې وویل: «له افغانانو د غلامۍ توقع مه لرئ او موږ به په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې ستاسې په فرمایش مخکې لاړ نه شو.»

هغه وویل: «نه مو پر چا تېری کړی او نه مو د چا په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کړې، دا نه د اسلامي امارت سیاست دی او نه یې هم غواړي؛ مګر له دین، عقیدې، هېواد او سیاست څخه ساتنه خپل حق بولو.»

د دفاع وزیر له هېوادونو وغوښتل چې له اسلامي امارت سره په هره برخه کې تعامل ته راوړاندې شي او خبرې او مذاکرات پیل کړي.

هغه د خپلې وینا په دوام وویل: «افغانستان کې اوس هغه نظام حاکم دی چې افغانانو یې د حاکمیت لپاره څو دورې له اشغالګرو سره مبارزه وکړه.»

د دفاع وزیر زیاته کړه: «اوس زموږ سیاست، اقتصاد او امنیتي او دفاعي ځواکونه د چا تابع نه دي او په دې ټولو برخو کې کوټلي او چټک ګامونه پورته کېږي او پراختیا مومي.»

د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم په نننیو مراسمو کې وویل، هغه کسان چې د پردیو په امر یې هېواد پرېښود او اوس له هېواده بهر د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې جوړوي، باید پوه شي چې اسلامي نظام نه شي ننګولی.

هغه زیاته کړه: «هوښیار شئ او بېدار شئ، د اسلامي نظام پر وړاندې د دسیسو جوړولو پر ځای راشئ د خپل ملت ترڅنګ په خپلواکۍ او عزت سره ژوند وکړئ.»

لوی درستیز ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت غېږ د دوی پر وړاندې خلاصه او عفوه یې پراخه ده او که چېرې کومه تېروتنه وکړي، پر وړاندې به يې د اسلامي امارت د ځواکونو ځواب پرېکنده وي.