منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله بحرین ته ولاړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۲ کتنې

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د ځوانانو اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړه.

یاد ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره ۲۳کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ له ۲۰ کلنو کم‌عمره ځوانانو اسيا جام ته د لار موندنې سياليو کې د ګډون په موخه بحرين هېواد ته روانه شوه.

سرچینې لیکلي، افغانستان په‌ دغو سياليو کې په D ګروپ کې د بحرين، اردن او تاجیکستان هېوادونو له لوبډلو سره لوبېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د اګسټ میاشتې په ۳۱مه له اردن سره ترسره کړي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۷ کال د ۲۰ کلنو کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ، د بحرین په کوربتوب، ترسره شي.

دغه سیالۍ به د روان کال د اګسټ له ۳۱مې نېټې پیل او د سپټمبر تر ۶مې نېټې پورې دوام وکړي.