ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۳

Views: ۵

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۳۴ کورنۍ چې ۱۶۴۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۷۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۸۵ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۲۵ کورنۍ چې ۱۲۲۰کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۴۷ کورنۍ چې ۱۲۶۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون، ۹۲ زره او ۹۳۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۵۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۵۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۲ کورنۍ چې ۷۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۱ کورنۍ چې ۶۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۴۸ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۳ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۹ کورنۍ چې ۲۹۲ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۱۰۴۹مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو برخه کې له دوو کورنیو سره په ټولیزه توګه لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۸کورنۍ چې ۵۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۸ کورنیو سره ۱۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۵ کورنۍ چې ۱۲۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۱۶۰ زره او ۸۱۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۳۳۴ کورنۍ چې ۱۶۴۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۲۷۳ کورنۍ چې ۱۴۴۸ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۲۸۵ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۲۳۸ سیمکارتونه وېشل شوي دي.