منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ میخونه وایستل

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د شهید سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون د مرکزي پولي‌کلینیک د انډوسکوپي برخې ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ میخونه په بریالیتوب وایستل.

د اردو صحيه قوماندانۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه ناروغ چې عصمت‌الله نومېږي، شاوخوا ۳۰ میخونه تېر کړي وو او د انډوسکوپي متخصصې ډلې د هغه د ژوند ژغورلو او جدي عوارضو د مخنیوي په موخه ټول میخونه په ډېر دقت له معدې څخه وایستل.

سرچینې زیاته کړې چې ناروغ د دغه پروسیجر د بریالي ترسره کېدو له امله له روغتیايي ډلې مننه کړې ده.