ژبه

متقی: اسلام‌اباد د تفاهم پر ځای پوځي چلند غوره کړی او کابل د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي

Khwaja Nasir Sideqi

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۵

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته ویلي، کابل غواړي له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو وایي اسلام‌اباد پوځي چلند غوره کړی او افغانستان د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي؛ هغه د امنیت، اقتصاد، پانګونې، سیمه‌ییز اتصال او متوازن تعامل پر مهمو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي، دا چي نړیوال نظام د تحول په یوه حساس پړاو کې دی، د قدرتونو ترمنځ د اړیکو جوړښتونه بدلېږي، دوه اړخیزې اړیکې سیمه‌ییز سازمانونه او سیمه‌ییز میکانیزمونه د پخوا په پرتله ډېر اهمیت پیدا کوي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هېوادونه هڅه کوي چې خپلې اړیکې د خپلو ملي او سیمه‌ییزو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.

د ده په وینا که د افغانستان وضعیت د تېرو څو کلونو په اوږدو کې وارزول شي، ښکاره ده چې په هېواد کې د جګړې دوره پای ته رسېدلې، د هېواد په ټولو برخو کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، د حاکمیت بنسټونه پیاوړي شوي او افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بې‌ثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کولې، د ثبات، اقتصادي بیا رغونې او سیمه‌ییز تعامل پر لور حرکت کړی دی.

هغه ویلي: «زموږ باور دا دی چې ثبات یوه ورځنی محصول نه بلکې یوه دوامداره پروسه ده چې امنیت، اقتصادي وده، سیاسي تعامل او سیمه‌ییزه همکاري غواړي. له همدې امله موږ د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ د ننګونو د حل لپاره لازیات مسؤلیتونه هم په واضح ډول وینو.»

 متقي وویل، په اوسني وخت کې امنیت یوازې پوځي بُعد نه لري، بلکې له اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، خوړو، ټولنیز ثبات او سیمه‌ییز اتصال سره هم مستقیم تړاو لري.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان په دې باور دی چې د سیمې راتلونکی باید د امنیتي سیالۍ پر ځای د ګډ امنیت، اقتصادي ادغام، سمييز نښلون او د فشار پر ځای د خبرو او تفاهم پر بنسټ جوړ شي.

متقي زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت داعش او نوري هغه ډلي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته لوی خطر بلل کېده له منځه وړي او  د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه چې زموږ د امنیتي سیاست مهمه برخه ده، په ښه ډول مدیریت کړې. »

د ده په وینا، اوسني امنیتي ګواښونه یوازې د یوه هېواد تر جغرافیې محدود نه دي او داعش، ورانکارې شبکې، د نشه‌یي توکو قاچاق او سازمان‌یافته جرمونه له سرحدونو اوړي. د هغه په وینا، له همدې امله د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه هم باید سیمه‌ییزه وي او افغانستان د سرحدي امنیت د پیاوړتیا، قاچاق او نشه‌یي توکو پر ضد له سیمه‌ییزو هېوادونو سره دوامدارې همکارۍ ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې غواړي له پاکستان سره د اړیکو موضوع هم په واضح ډول مطرح کړي، ځکه دا موضوع د سیمې له امنیت او اقتصاد سره مستقیمه اړیکه لري.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «زمونږ اساسي باور دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې، که امنیتي وي، که سیاسي وي او که اقتصادي، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. افغانستان نه غواړي دا موضوع د متقابلو تورونو او تبلیغاتو په میدان بدله شي. زموږ هدف د ستونزې حل دی، نه د ستونزې د دوام لپاره د نویو وسیلو پیدا کول. خو په تأسف سره وایم چې د پاکستان پر سیاست حاکم نظامي رژیم یو غیر سیاسي طرف دی. دوی د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره اړیکو ته یواځې پوځي ژبه کاروي.»

متقي وایي چې د پاکستان پوځ له ډېر وخت راهیسې د نړیوالو اصولو خلاف د افغانستان پر حاکمیت پوځي بریدونه کوي چې له امله یې « په شفاخانو کې مریضان، په مکتبونو او پوهنتونونو کې شاګردان او محصلین، په کورونو کې ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک شهیدانوي. زموږ او ستاسي له همدې غونډې څو ورځې مخکې د افغانستان په کنړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې همدې ړندو بمباریو یو ځل بیا د څو کورنیو معصوم خلک په شهادت ورسول.»

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی چې د پاکستاني پوځي رژیم د نظامي تیري تر څنګ بشري موضوعات لکه سمييزي اقتصادي لارې، مهاجرین او په علم بوخت محصلین هم د اعظمي فشار وسيله ګرځولې دي.

دی وایي: «د پاکستان نظامي رژيم همیشه د یو طرفه څرګندونو سربیره پر افغانستان بې اساسه تورونه پوري کوي، حال دا چې همدا اوس یې د افغانستان او سیمې د امنیت ننګولو لپاره په نوې پروژه کار پیل کړی دی. دوی د پخواني رژیم د نظامي پرسونل تر څنګ د داعش غړو په واسطه په افغانستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره عملي هڅې پيل کړي دې. د ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې په زرګونو وسلوال راټول کړې دي تر څو په افغانستان کې راغلی ثبات وننګوي، چې په نورستان، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د دوی ناکام تحرکات ستاسې ټولو په مخ کې دي. »

د ده په وینا، د افغانستان اسلامي امارت به په خپل ټول استقلالیت خپل داخلي او بهرني سیاستونه تنظیموي او هېڅکله به د فشار په نتیجه کې له خپلې اساسي تګلارې تېر نه شي او د هر تیري په مقابل کي دفاع خپل مسلم حق ګڼي.

متقي وایي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د سیمې له امنیت سره مستقیم تړاو لري او په افغانستان کې د کوکنارو کښت د حکومت د اقداماتو په پایله کې نږدې صفر ته راټیټ شوی دی.

هغه وویل چې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د نشه‌یي توکو کښت د رکارډ کچي کچې ته رسېدلی او د قاچاق شبکې لا هم په سیمه کې فعالې دي.

ده له سیمه‌ییزو هېوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې ګډې امنیتي، تخنیکي او اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي او د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت او بازارونو زمینه برابره کړي.

متقي ویلي، افغانستان له سختو اقتصادي شرایطو وروسته د ثبات او بیا رغونې پر لور روان دی او د ۱۴۰۴ مالي کال اقتصادي شاخصونه هم د تدریجي ودې نښې ښيي. د هغه په وینا، په دغه کال کې د هېواد حقیقي ناخالص کورني تولید ۱.۵ سلنه وده کړې او د اقتصادي بیا رغونې بهیر، چې په ۱۴۰۲ کال کې له ۲.۳ سلنې ودې سره پیل شوی و، په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو کې هم دوام کړی دی.

د هغه په خبره، د حکومت تمرکز پر تولید، صنعت، کرنې، صادراتو، خصوصي سکتور او پانګونې دی او غواړي د افغانستان اقتصادي راتلونکی تر ډېره پر تولید، سوداګرۍ او پانګونې ولاړ وي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د خصوصي سکتور د پانګونې زیاتوالی د اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو نښه ده. د هغه په وینا، په ۱۴۰۴ کال کې د ثابتې ناخالصې پانګې کچه ۲۸۶.۵ میلیاردو افغانیو ته رسېدلې چې ۲۰۰.۹ میلیارد افغانۍ یې د خصوصي سکتور پانګونه ده؛ همداراز په ناخالص کورني تولید کې د پانګونې ونډه له ۱۷ سلنې څخه ۲۱.۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، د خصوصي سکتور د ونډې د لا زیاتېدو لپاره د پانګونې مناسب چاپېریال، زیربناوې او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ مهمې دي.

متقي د سیمې له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه او اقتصادي مشارکت زیات کړي. د هغه په وینا، افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک او زیربناوو په برخو کې پراخ ظرفیت لري او غواړي د سیمې پانګه‌والو ته د یوه اوږدمهاله اقتصادي شریک په توګه مطرح شي.

د هغه په وینا، افغانستان د هغو پانګونو هرکلی کوي چې د پانګې ترڅنګ تولید، کاري فرصتونه، ټکنالوژي، مسلکي ظرفیت او صادرات هم رامنځته کړي.

متقي ویلي، د افغانستان کانونه د اقتصادي ودې لپاره مهم ظرفیت دی او حکومت غواړي د خامو موادو د صادرولو پر ځای د پروسس او تولید صنعتونه پیاوړي کړي.

 هغه زیاته کړېن چې افغانستان غواړي خپل اقتصاد د سیمې له اقتصاد سره لا ډېر ونښلوي او د خپل جغرافیایي موقعیت له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا، چین، روسیې او منځني ختیځ ترمنځ د اتصال مهمه نقطه شي.

د ده په ویناِ د ټاپي، ټاپ، کاسا-۱۰۰۰، ټرانس افغان رېل پټلۍ او نورو سیمه‌ییزو پروژو پراختیا کولی شي هم اقتصادي فرصتونه زیات کړي او هم سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کړي. د هغه په وینا، افغانستان غواړي خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې متنوعې کړي او پر یوه هېواد یا یوه مسیر متکي پاتې نه شي.

متقي وایي، د افغانستان بهرنی سیاست د متوازن تعامل، متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ دی او کابل نه غواړي د نړیوالو او سیمه‌ییزو سیالیو برخه شي.  د هغه په وینا، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې مدیریت کړي.

هغه د روسیې له خوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندل «مهم تحول» وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نور هېوادونه هم ورته تګلاره خپله کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان باید یوازې د امنیت له زاویې ونه ارزول شي، بلکې د انرژۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، کانونو، کرنې او سیمه‌ییز اتصال پراخ ظرفیتونه یې هم په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان غواړي د ستونزې په توګه د مدیریت کېدو پر ځای د ګډو ګټو د یوه مسئول شریک په توګه وپېژندل شي او له سیمې بهر هېوادونه دې خپلې تګلارې د فشار او انزوا پر ځای پر مستقیم تعامل او متقابلو ګټو ولاړې کړي

د ده په وینا، د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

حسرت