کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره د روسیې پر اقتصاد د نویو پراخو بندیزونو پلي کېدل ځنډولي او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د امریکا د ملي ګټو لپاره شوې ده.
اسوشېټېډ پرېس (AP) راپور ورکړی چې ټرمپ کانګرېس ته خبر ورکړی چې د بندیزونو ځنډول د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري.
د راپور له مخې، دغه بندیزونه تېره میاشت د امریکا کانګرېس د دواړو ګوندونو په ملاتړ تصویب کړي وو او ټرمپ هم لاسلیک کړي وو.
د بندیزونو موخه دا وه چې پر روسیې اقتصادي فشارونه زیات او هغه مالي سرچینې محدودې شي چې مسکو یې د اوکراین په جګړه کې کاروي.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ سمدستي نه دي روښانه کړې چې د دغو بندیزونو ځنډول په څه ډول د امریکا له ملي ګټو سره مرسته کوي، خو ویلي یې دي چې په دې اړه توضیحي راپور کانګرېس ته سپارل شوی دی.
د ټرمپ دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې نوموړي تېره اوونۍ له روسیې د ډیزلو د پېرلو هوکړه اعلان کړې وه او ویلي یې وو چې موخه یې د انرژۍ د نړیوالو بیو راټیټول دي.
ټرمپ ویلي وو چې روسیه به په لومړي پړاو کې څه باندې ۳۰۰ زره ټنه ډیزل برابر کړي او په راتلونکې نومبر میاشت کې به ۵۰۰ زره ټنه نور هم ورکړي.
خو د امریکا د جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ ګوند یو شمېر غړو پر دغې هوکړې نیوکې کړي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې له روسیې د تېلو پېرل به له اوکراین سره په جګړه کې د مسکو مالي سرچینې پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین پراخ پوځي برید پیل کړی او له هغه راهیسې امریکا او اروپایي هېوادونو پر مسکو بېلابېل اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
ټرمپ پر روسیې د نویو بندیزونو پلي کېدل وځنډول