کابل (پژواک) – د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د یوناما د بشري حقونو له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي او دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د بشري حقونو له اړوند پلاوي سره کتلي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو د خدمتونو له مشرې فیونا فریزر او مل پلاوي سره د روغتیايي خدمتونو پر اوسني وضعیت، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د مساوات پر پیاوړتیا، د خلکو د لاسرسي پر پراختیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو پر اغېزمنې همکارۍ خبرې شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوالو بنسټونو د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد روغتیايي اړتیاوو ته په کتو د نړیوالو مرستو زیاتوالی او دوام د معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
هغه زياته کړې چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي او د افغان ولس د اړتیاوو، بشري اصولو او روغتیايي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره باید په لازم وخت کې تر سره شي.