منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان دفاع وزیر ته په کنایه: «شرم او حیا هم شته»

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن، د تهران په امنیتي خبرو اترو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر د نه ګډون له امله پر هغه نیوکه کړې او په کنایه یې ویلي: «شرم او حیا هم شته» او ټینګار یې کړی چې پاکستان د هیڅ نظامي یا جنرال ملکیت نه دی، بلکې د دغه هېواد په ټولو خلکو پورې اړه لري.

د پاکستان اکسپرېس ورځپاڼې راپور ورکړی چې مولانا فضل‌الرحمن پرون (چهارشنبه) د دغه هېواد د ملي شورا غونډه کې د حکومتي چارواکو، په ځانګړي ډول د دفاعي چارو برخه کې، پر کړنو نیوکه کړې ده.

هغه ویلي: «په یوه ځای کې دفاعي تړون کېږي، خو د دفاع وزیر خواجه اصف دلته ناست دی. په تهران کې خبرې روانې دي، خو لومړی وزیر او د دفاع وزیر دلته دي، شرم هم وي، حیا هم وي؛ پکار ده چې خپل عزت او وقار ته پام وکړئ.»

د اکسپرېس د راپور له مخې، فضل‌الرحمن د خبرو پر مهال په موسکا خواجه اصف ته کتل او د هغه کنایه په ملي شورا کې د استازو د خندا لامل شوه.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ قوماندان عاصم منیر په تهران کې د ایران، سعودي عربستان او ترکیې د چارواکو په ګډون په څلوراړخیزه امنیتي غونډه کې ګډون کړی و.

فضل‌الرحمن د پاکستان حکومت د اساسي قانون پر ناسمې کارونې او د زور پر کارولو تورن کړی او ویلي یې دي: «که تاسو د تاوتریخوالي لاره غوره کوئ، فرعون هم همدا لاره خپله کړې وه.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د بېړني حالت له اعلانولو او والي ته د خیبر پښتونخوا ایالت د ادارې چارو پر سپارلو هم نیوکه کړې او دغه اقدامات یې له قانوني واکونو ناسمه ګټه اخیستنه بللې ده.

هغه د پاکستان د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره خپلو هڅو ته په اشاره ویلي چې د مخامخ نښتو او وینې تویېدو د مخنیوي په موخه یې له حکومتي چارواکو او مخالفینو سره خبرې کړې وې، خو دغو هڅو مطلوبه پایله نه ده ورکړې.

فضل‌الرحمن له حکومت او مخالفو ګوندونو غوښتي چې د تاوتریخوالي او د اساسي قانون خلاف کړنو د مخنیوي لپاره د خبرو مېز ته کېني او د «ډیموکراسۍ پر نوي تړون» هوکړې ته ورسېږي.

هغه په دوام کې حکومتي چارواکو ته په خطاب کې ویلي: «موږ مرګ ته چمتو یو، ستاسو په لاس وژل کېدو ته هم چمتو یو، خو نه غواړو د تاریخ په لاس مړه شو. دا هېواد د هېڅ نظامي یا جنرال ملکیت نه دی، بلکې زموږ ټولو پورې اړه لري.»

په همدې حال کې، د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چوهدري په خیبر پښتونخوا کې د حکومت له اقداماتو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړې د امنیتي ستونزو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه شوې دي.