منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ناسا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو فعالیت وروسته د ځمکې په اتموسفیر کې وسوځېد

· ۲ دقیقې لوستل
د ناسا د «سویفټ» فضايي ټلسکوپ انځوریزه بڼه. انځور: ناسا

کابل (پژواک) – د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) اعلان کړی چې د دې ادارې د «سویفټ» په نوم فضايي ټلسکوپ، چې ۵۰۰ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود، له نږدې ۲۲ کلونو علمي فعالیت وروسته له خپل مدار څخه وتلی او د اندونیزیا په فضا کې د ځمکې په اتموسفیر کې سوځېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټلسکوپ چې شاوخوا ۱۴۵۲ کیلوګرامه وزن یې درلود، د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۴مه) د غږ له سرعت څخه شاوخوا ۲۲ برابره په چټکۍ د اندونیزیا د شمالي سوماترا ولایت له پاسه د ځمکې اتموسفیر ته داخل شو.

د راپور له مخې، ناسا ویلي چې تمه کېده د ځمکې اتموسفیر ته د ننوتو پر مهال د سختې تودوخې له امله د دغه ټلسکوپ ډېره برخه وسوځي، خو د ځینو ټوټو د پاتې کېدو احتمال هم موجود و. دې ادارې ویلي چې تر اوسه یې د ټلسکوپ د پاتې شونو د لوېدو له امله د مرګ‌ژوبلې یا زیان کوم راپور نه دی ترلاسه کړی.

سرچینې لیکلي چې «سویفټ» ټلسکوپ په ۲۰۰۴ کال کې فضا ته توغول شوی و او له نږدې ۲۲ کلونو علمي فعالیت وروسته یې د روان کال د اکټوبر په ۲۰مه خپل فعالیت ودراوه او بالاخره د نومبر په ۴مه د ځمکې اتموسفیر ته داخل او وسوځېد.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه ټلسکوپ په فضا کې د انرژۍ د تر ټولو پیاوړو چاودنو د څېړنې لپاره جوړ شوی و او د خپل فعالیت په موده کې یې د ستورو سلګونه چاودنې، هغه تورې کندې چې ستوري له منځه وړي، د ستورو اېکس وړانګې او لکۍ‌لرونکي ستوري څېړلي دي.

د راپور له مخې، د دغه ټلسکوپ راټولو شوو معلوماتو د شاوخوا اووه زره علمي مقالو په چمتو کولو او خپرولو کې ونډه لرلې ده. د سویفټ لپاره یوازې دوه کاله کاري موده په پام کې نیول شوې وه، خو دغه ټلسکوپ نږدې ۲۲ کاله فعالیت وکړ.

رویټرز زیاته کړې چې ناسا د جولای په میاشت کې د «کاتالیست» په نوم له یوه خصوصي شرکت سره په همکارۍ د «لینک» په نوم یوه ژغورونکې فضايي بېړۍ فضا ته واستوله، څو سویفټ لوړ مدار ته ولېږدوي او د فعالیت موده یې وغځوي؛ خو دغه بېړۍ فضا ته له رسېدو وروسته په غیرقابل کنټرول ډول په څرخېدو شوه او د ماموریت مسوولینو د اګسټ په نیمایي کې د ټلسکوپ د ژغورنې هڅې ودرولې.