کابل (پژواک) – د افغانستان د وسلهوال پوځ لوی درستیز وایي، اسلامي امارت اوسمهال یوه خپلواکه اردو لري او هغه کسان چې د بهرنیانو په ملاتړ یې نمایشي جبهې جوړې کړې دي، افغانان نه دي، بلکې د پاکستان په ملاتړ غواړي افغانان وځوروي او ورته اندېښنې پیدا کړي.
نوموړي دغهراز له بهرمېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه او د نورو د ګټو ښکار نه شي.
لوی درستیز قاري محمدفصیحالدین یادې څرګندونې نن په کابل کې د وسلهوال پوځ لوی درستیز د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د نوو ځوانانو په فراغتغونډه کې وکړې.
هغه فارغ شوو کسانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو د دښمنانو پر وړاندې خپله امادهګي ونیسئ او خپل قوت ورته وښیاست، په ټولو برخو کې پوره امادهګۍ ونیسئ، څو له هر ډول تېري محفوظ واوسئ او له خپلې خاورې دفاع وکړئ.»
نوموړي دغهراز زیاته کړه: «هغه کسان چې پر ځانونو یې د افغان نوم اېښی او د بهرنیانو په ملاتړ یې د ازادۍ، مقاومت او په نورو نومونو نمایشي جبهې جوړې کړې دي، هغوی اصلاً افغانان نه دي او نه هم د افغانستان دي؛ دوی هغه کسان دي چې د بهرنیانو او د افغانستان د دښمنانو په امر او د اشغالګرو په ملاتړ یې د امریکایانو په وسیله د اسلامي امارت همدا مجاهدین ځپل او دلته یې تبلیغات کول چې ګواکې دوی پاکستانیان او یا د پاکستان اجنټان دي. امریکایانو دلته ماتې وخوړه او هغه پلمه پای ته ورسېده. اوس دوی په خپله له پاکستان څخه ملاتړ او تجهیزات ترلاسه کوي او بیا غواړي چې د پاکستان په ملاتړ او امر د افغانستان مسلمان ولس وځوروي او ورته اندېښنې پیدا کړي.»
فطرت زیاته کړه، اسلامي امارت ته هڅه کړې چې په عصري وسایلو سمبال او تعلیمیافته اردو جوړه کړي او اوسمهال یوه خپلوانه اردو لري.
هغه دغهراز وویل: «ټولو هغو هېوادوالو ته چې په بهر کې اوسي، پیغام مې دا دی چې راشئ خپل هېواد ته، ارام او عزتمند ژوند وکړئ، نور د پردیو په اشارو دلته تخریبي کړنې مه ترسره کوئ او د نورو د ګټو مه ښکار کېږئ.»
د هېواد له بېلابېلو سرحدي ولایتونو څخه ١١٠٠ نوي ځوانان چې د اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي وو، نن په کابل کې د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ له څلورمیاشتنیو مسلکي، نظري او عملي زدهکړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
ورته مهال، یادو فارغینو پوځي نمایشات وړاندې کړل او د هېواد له سرحداتو د دفاع په موخه په بېلابېلو سرحدي سیمو کې یې خدمت ته چمتووالی وښود.











