منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۵ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

حقاني پکتیکا کې مسوولینو ته: د خلکو خدمت او د مسوولیتونو سم ترسراوی مو لومړیتوب وګرځوئ

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال ویلي چې مسوولیتونه دې د لوړو مقامونو او مادي امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره نه ترسره کېږي، بلکې هر مسوول دې د خپل شرعي او اداري مکلفیت له مخې د خلکو خدمت وکړي.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د دغه ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې وکړې.

سرچینه کاږي چې خلیفه سراج‌الدین حقاني په دې لیدنه کې د نظام د ساتنې، پیاوړتیا او د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو په تړاو مسوولینو ته مهمې لارښوونې وکړې.

حقانی د تېر انقلاب تجربو ته په اشاره ویلي: «هماغه پړاو کې د خپلو موخو نه ترلاسه کولو له لاملونو څخه یوه هم د مسوولیتونو په ادا کولو کې نیمګړتیاوې وې؛ له همدې امله باید هر مسوول خپل مسؤولیت د خپل کور د چارو په څېر وګڼي او په دې درک سره دنده ترسره کړي چې د یوه مسوول په کاري مسیر کې لنډون د ټول صف پر پیاوړتیا اغېز کولای شي.»

هغه زیاته کړې، لکه څرنګه چې د جهاد په دوران کې اخلاص، صفا نیت او د هدف لپاره ژمنتیا موجوده وه، هماغه روحیه باید د نظام په اوسني پړاو کې هم وساتل شي.

د حقاني په خبره، د مسوولیتونو د ترسره کولو موخه باید د لوړ موقف او مادي امتیازاتو ترلاسه کول نه وي؛ بلکې هر مسوول باید د خپل شرعي او اداري مکلفیت له مخې د خلکو خدمت وکړي.

د نوموړي په وینا: «مادي تمایلات انسان له خپل اصلي مسیر څخه ایستلای شي او بېرته خپل مسیر ته راګرځېدل بیا ستونزمن وي؛ نو اړینه ده چې مسوولین په ځان کې د قناعت او استغنا روحیه پیاوړې کړي، څو الله تعالی په ورکړل شوو نعمتونو کې برکت واچوي.»

خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د پکتیکا والي ملا مهرالله حماد د ولایت په کچه موجودې اداري، امنیتي او خدماتي ستونزې، اړتیاوې او د چارو د لا ښه تنظیم اړوند موضوعات شریک کړل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال قاري امين‌الله طيب هم په خپلو خبرو کې په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت، د خلکو د سر او مال خوندیتوب او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ په اړه ډاډ ورکړ.