کابل (پژواک) – د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او هند د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله به د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن له هند سره دویمه نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د افغان لوبډلې او هند ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې په عمان کې ترسره شي.
همدارنګه د اسیا جام لومړۍ نیمه پایلوبه د پاکستان او بنګلهدېش د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دغهراز، د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې بنګلهدېش، مالیزیا او سریلانکا ته ماتې ورکړې دي.
د یادونې ده، له ١٩ کلنو کمعمره لوبډلو اسیا جام سیالۍ په عمان کې ترسره کېږي.











