منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا کې د ۱۵ زره الوتنو ګډوډي؛ د هوايي چلند زوړ سیستم میلیاردونو ډالرو پانګونې ته اړتیا لري

· ۳ دقیقې لوستل
امریکا کې د ۱۵ زره الوتنو ګډوډي؛ د هوايي چلند زوړ سیستم میلیاردونو ډالرو پانګونې ته اړتیا لري

کابل (پژواک) – په امریکا کې د هوايي ترافیک د کنټرول په سیستم کې د رامنځته شوې ستونزې له امله شاوخوا پنځه زره الوتنې لغوه او له لسو زرو ډېرې ځنډېدلې دي. که څه هم د الوتنو د درولو امر بېرته لغوه شوی، خو د دغه هېواد د هوايي چلند د زوړ سیستم د عصري کولو لپاره د ۳۰،۱ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) د جمعې په ورځ د هوايي ترافیک د کنټرول په مخابراتي سیستم کې د ستونزې له امله په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو امر صادر کړ.

د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي چې تخنیکي ستونزې د هوايي ترافیک د کنټرول هغه مرکزونه اغېزمن کړي وو چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې الوتنې څاري.

د امریکا عامه راډیو (NPR) د الوتنو د څارنې د «فلایټ‌اوېر» (FlightAware) وېبپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا په وخت د جمعې د ماښام تر اتو بجو په دغه هېواد کې له لسو زرو ډېرې الوتنې ځنډېدلې او شاوخوا پنځه زره نورې لغوه شوې وې.

د راپور له مخې، د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې له شاوخوا څلورو ساعتونو وروسته د الوتنو د درولو امر لغوه کړ؛ خو د الوتنو د مهال‌وېش د ګډوډۍ له امله د هوايي ټرانسپورټ د فعالیتونو عادي کېدل وخت نیسي.

بلخوا، د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه ستونزه د مخابراتي سیستم د فعالیت د ګډوډېدو له امله رامنځته شوې او تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې پېښه دې د کوم قصدي برید پایله وي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ترافیک د کنټرول سیستم له کلونو راهیسې د زړو تجهیزاتو، مخابراتي ستونزو او د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.

سرچینې لیکلي چې د امریکا کانګرېس د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د دغه سیستم د عصري کولو او د هوايي ترافیک د کنټرول د کارکوونکو د زیاتولو لپاره ۱۲،۵ میلیارد ډالر تصویب کړي وو.

خو سپینې ماڼۍ او د امریکا د ټرانسپورټ وزارت د نومبر په ۱۳مه له کانګرېس څخه د ۳۰،۱ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې چې د هوايي ترافیک د کنټرول د سیستم او د هوايي ډګرونو د زېربناوو په عصري کولو ولګول شي.

د رویټرز د راپور له مخې، له غوښتل شوې ۳۰،۱ میلیارد ډالري بودجې څخه ۱۰،۱ میلیارد ډالر د هوايي ترافیک د کنټرول د سیستم عصري کولو، دوه میلیارد ډالر د کنټرول برجونو د عصري کولو او ښه‌والي او ۱۸ میلیارد ډالر نور د هوايي ډګرونو د زېربنايي پروژو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ترافیک د کنټرول په سیستم کې لا هم د څو لسیزو پخواني وسایل کارول کېږي.

رویټرز لیکلي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته دا دویم ځل دی چې په امریکا کې په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو امر صادرېږي.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې هم د امریکا د هوايي چلند ادارې په یوه کمپیوټري سیستم کې د ستونزې له امله د کورنیو الوتنو د درولو امر کړی و.

د وروستۍ پېښې د مستقیم مالي زیان کره اندازه لا نه ده اعلان شوې؛ خو د الوتنو پراخې ګډوډۍ یو ځل بیا د امریکا د هوايي ترافیک د کنټرول د سیستم د عصري کولو اړتیا ته پام اړولی دی.