کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ادعا کړې چې ځواکونو یې د لیبیا په بنغازي بندر کې د سمندري ډرونونو په برید کې د روسیې یوه جنګي بېړۍ ډوبه کړې او یوه باروړونکې بېړۍ یې هم په نښه کړې ده؛ خو د لیبیا چارواکو یوازې د جنګي بېړۍ سخت زیانمنېدل تایید کړي او ملګرو ملتونو د پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.
سيبياېس نیوز نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، ځواکونو یې پرون یکشنبه د لیبیا په ختیځ کې د بنغازي پر سمندري اډه د اوو سمندري ډرونونو په کارولو برید کړی دی.
د زېلېنسکي په وینا، په دغه برید کې د روسیې د «مرکوري» په نوم جنګي بېړۍ ډوبه شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د سمندري ځواکونو برخه ګرځېدلې وه.
هغه زیاته کړې چې ځواکونو یې د روسیې «اېموي انګارا» باروړونکې بېړۍ هم په نښه کړې او یوه «کا-۲۷» پوځي چورلکه یې له منځه وړې ده.
بلخوا د راپور له مخې، د لیبیا دوو چارواکو ویلي چې په برید کې د روسیې جنګي بېړۍ سخت زیانمنه شوې ده.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سمدستي، خپلواکې او رڼې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
روسیې تر اوسه د اوکراین د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.










