د دایکنډي کروندګر: حکومت دې له موږ سره د کرنې عصري کولو برخه کې مرسته وکړي
د دایکنډي یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې اوس هم کرکیله په پخوانۍ او دودیزه بڼه ترسره کېږي او حکومت باید د کرنې میکانیزه او عصري کولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د دایکنډي یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې اوس هم کرکیله په پخوانۍ او دودیزه بڼه ترسره کېږي او حکومت باید د کرنې میکانیزه او عصري کولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري پنځهشنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د نورستان د کرنې، اوبولګونې او…
د کونړ ولایت کروندګر وایي، سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر شوي، خو د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ یو شمېر کروندګر او قومي مشران وايي، په تېرو جګړو کې یې کرنې ډېر زیان لیدلی، اوس له حکومت غواړي څو په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي. د زرمت…
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کوکنارو پر کرلو د بندیز له امله په دغه ولایت کې د غنمو کښتونه او حاصلات بې مخینې ډېر شوي دي.
د تخار یو شمېر بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د لارو خرابوالي له امله یې هر کال محصولات له منځه ځي او یا یې په ارزانه بیه پلوري.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، که څه هم طبيعي افتونو په دغه ولايت کې د تازه مېوو ډېر باغونه زيانمن کړي خو بيا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د شفتالو حاصلات ډېر دي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله کروندګر نه دي توانېدلي چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې څه وکري او مسوولین باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د کندهار بڼوال وايي، په دغه ولایت کې د سړو خونو نشتوالي له امله هر کال د دوی تازه مېوې په ډېره ټيټه بیه پلورل کېږي؛ ځکه دوی مجبور دي چې مېوه له پخېدو سره سم وپلوري.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر وایي، تر هغې چې لومړني خوراکي توکي د هېواد له دننه تامین نه شي او د کرنې برخه وده و نهکړي، هېوادوال له بېوزلۍ او فقره نه خلاصېږي.
د ننګرهار کانال ریاست اړوند ځمکو کې د کرل شوو خټکیو کروندګر وايي، سږ کال طبیعي افتونو یې حاصلات زیانمن کړي او تر اوسه یې خپل لګښتونه هم نه دي پوره کړي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حقابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د فراه د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د غنمو بیه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ټيټه شوې ده.
کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې لا هم تر ډېره کروندګر کرنه په دودیزه بڼه کوي؛ ځکه خو یې حاصلات کم دي او اوبه هم ډېرې ضایع کېږي.…
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر نږدې درې زره هکټاره ځمکه پالېزونه کرل شوي . په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې به هلمند…
د فراه ولایت یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال یې د هندواڼو حاصلات ډېر شوي خو بازار نه لري چې حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره (یواېنډيپي) وایي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د ابادۍ پروژې له لارې د کرنې او مالدارۍ برخه کې له نږدې ۱۳ زره ښځو سره مرسته کړی ده.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لمپيسکین یا د حیواني پوستکي ناروغیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
سره له دې چې په هېواد کې له ۷۰۰۰ ډېر د شاتو مچیو فارمونه شته، خو لا هم هر کال نږدې ۵،۵ ټنه شات له بهره واردېږي.
د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو راهيسي نامعلوم کسان د شپې له خوا په خپلسري ډول د ځنګله ونې پرې کوي چې بايد مخه يې ونيول شي.
په هرات ولایت کې د وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله په داسې حال کې د شولو پر کرلو بندیز لګول شوی چې په دغه ولایت کې یو شمېر کروندګر له ځايي مسوولینو غواړي څو د یوه منظم پلان له مخې د سلما بند اوبه ورته په واک کې ورکړي.
د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، ملخانو پر کښتونو یې په پراخه کچه هجوم ور وړی او که حکومت په له منځه وړلو کې یې جدي پاملرنه و نهکړي نو خلک به د خپل یو کلن زحمت حاصل له لاسه ورکړي.
د بغلان یو شمېر مالداران او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر وخت د اورښتونو نه کېدو له امله یې کښتونه خراب شوي او څاروي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د سرپل سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ (لمپيسکین) ضد واکسین کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې چې ۹۰ زره غواګانو ته دغه واکسین تطبیق شي.