ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي خلک: د ننګرهار په نازیانو کې نامعلوم کسان په خپلسرې توګه د ځنګله ونې وهي

ځايي خلک: د ننګرهار په نازیانو کې نامعلوم کسان په خپلسرې توګه د ځنګله ونې وهي

author avatar
21 May 2023 - 14:46
ځايي خلک: د ننګرهار په نازیانو کې نامعلوم کسان په خپلسرې توګه د ځنګله ونې وهي
author avatar
21 May 2023 - 14:46

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو راهيسي نامعلوم کسان د شپې له خوا په خپلسري ډول د ځنګله ونې پرې کوي چې بايد مخه يې ونيول شي.

بلخوا بیا مسوولين وايي، په ټول ولايت کې يې د ځنګلونو ساتنې لپاره شنه قطعه رامنځته کړې چې د ځنګلونو پرې کولو مخه یې تر ډېره نیولې ده.

چارواکي وايي، په نازيانو ولسوالۍ کې د ځنګله وهنې په تور ځيني کسان هم نیول شوي خو لا هم د اصلي مجرمينو د نيولو لټه روانه ده.

د نازيانو يوه اوسېدونکي او مدني فعال الفت‌الله محب‌زي پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې د دغې ولسوالۍ اړوند په نکټۍ سيمه کې نامعلوم کسان د شپې له خوا په پټه د ځنګله ونې وهي.

هغه وويل: «ځنګل ملي شتمني ده، موږ ولس قومي تړې او قانون ته د احترام په خاطر د ځنګل وهل بند کړي او بل چاته هم اجازه نه ورکوو چې دغه ملي شتمني لوټ کړي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ځنګله شاوخوا سل ونې وهل شوې، خو که مخه يې ونه نيول شي نو د نورو ونو د وهل کېدو وېره هم شته.

د یادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی او قومي مشر ملک سيدحکيم له ځايي امنيتي او د کرنې اړوند ادارو غوښتنه کوي چې بايد د ځنګلونو د خپلسرې وهنې مخه ونيسي.

هغه وايي: «موږ له حکومت په کلکه غوښتنه کوو چې د دغه کار مخه ونيسي، ځکه دا د ټول ملت مال دی او هیڅوک يې په خپل سر د وهلو حق نه لري.»

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ځنګلونو ساتنې او د دغه ډول خپلسرې وهنې د مخنيوي لپاره یې شنه امنيتي قطعه جوړه کړې ده.

په ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې شنې امنيتي قطعې قوماندان مولوي شيرين‌اغا بدر وايي، د نازيانو ولسوالۍ د ځنګل وهنې په تور څو مشکوک کسان نیول شوي دي.

نوموړی وايي: «زموږ ملګرو ساحې ته ځان رسولی، اوس يې مخنيوی شوی، ځيني کسان هم نیول شوي خو هغوی اقرار نه دی کړی، اوس موږ د اصلي مجرمينو د نيولو په لټه کې يو.»

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د نازيانو په ګاونډ د سپين غر ولسوالۍ په مامند سيمه کې هم په خپلسرې توګه د ځنګله ونې وهل شوې وې.

Visits: 218

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.