منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

سیګار: امریکا د افغانستان پر کانونو سلګونه میلیون ډالر بې‌ګټې او ناکامه پانګونه کړې

د افغانستان بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي، امریکا د ۱۷ کلونو په موده کې د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې سلګونه میلیون ډالر پانګونه کړې، خو کومه مثبته پایله یا ګټه یې نه درلوده.

غړي

یوناما: افغانستان ته د راوړل کېدونکو نغدو پيسو اندازه افغانستان کې د بشري مرستو له پروګرام سره متناسبه ده

یوناما وايي، افغانستان ته د راوړل کېدونکو نغدو پيسو اندازه په افغانستان کې د ملګري ملتونو د بشري مرستو له پروګرام سره متناسبه ده؛ که په افغانستان کې د ملګري ملتونو د مرستو وړاندې کولو کچه کمه شي، نو د لېږدېدونکو نغدو پيسو اندازه به هم کمه شي.

غړي

د سوداګرۍ سرپرست وزیر: د بې‌کیفیته محصولاتو تولیدوونکي به د حکومت ملاتړ له لاسه ورکړي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سکټوري خونو له استازو سره د همغږۍ په ناسته کې د داخلي تولیداتو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او وې ویل، د بې‌کیفیته محصولاتو تولیدوونکي به د حکومت ملاتړ له لاسه ورکړي.

تخار کې د زرمینځنې شرکتونو مسوولین: د سرو زرو کانونو د استخراج چارو بندولو سره زرګونه کارګر بې‌کاره شوي

په تخار کې د زرمینځنې ځینو شرکتونو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو په کانونو کې د کارونو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د سرو زرو په کانونو کې چارې درېدلې او په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه هغه کارګر چې دلته پر کار بوخت وو، بې‌کاره شوي دي.

له ۲۵ ورځو راهیسې د نړۍوالو بشري نغدي مرستو کڅوړه افغانستان ته نه ده رارسېدلې

له ۲۵ ورځو راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د بشري مرستو لپاره د پیسو استولو الوتنې ځڼدول شوې؛ ځینو رسنیو د افغانستان بانک له قوله هم ویلي چې دا مرستې بندې شوې دي، خو دغه بانک دا څرګندونې ردوي.

غړي

مالیې وزارت: پاکستان دې د ټرانزیټ برخه کې د محدودیتونو لګولو پرځای اسانتیاوې رامنځته کړي

د مالیې وزارت وايي، پاکستان د ټرانزیټي اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزیټي مالونو ځیني محدودیتونه لګولي خو په کار ده چې د محدودیتونو وضع کولو پر ځای د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې وکړي.

نور راپورونه