سوداګري او اقتصاد
راپورونه
ننګرهار کې د اوسپنې ویلې کولو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ
د ننګرهار په صنعتي پارک کې د یوه ملي سوداګر له خوا د نږدې يو نيم ميليون ډالرو په پانګهونې د اوسپنې ويلې کولو يوې فابريکې فعاليت پيل کړ.
د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا ۱۲ ساعته شوه
برېښنا شرکت وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا دې ۱۲ساعته شي چې پژواک په دغو پارکونو کې د برېښنا د ۴۷ سلنې کمېدو او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه راپور خپور کړ.
کندهار ته د هندي وزو دوه نسله راوړل شوي
څو میاشتې مخکې یو شمېر سوداګرو کندهار ته د هندي وزو ګلابي نسل راووړ چې د خلکو او مالدارۍ برخې د مسلکي کسانو له تود هرکلي سره مخ شو؛ ځکه د وزو دغه نسل نه یوازې ډېرې شیدې ورکوي، بلکې ډېر بچي هم زېږوي.
محمد نظر: د اس یو زین له ۲۰ تر ۴۰ زرو افغانیو پلورو
محمد نظر چې له کلونو راهیسې د دودیزو وسایلو په کارولو سره دغه صنعت ژوندی ساتلی وایي، د اس یو زین صیقل کول او جوړول شاوخوا ۱۵ ورځې وخت نیسي څو د پلور لپاره چمتو…
تاجکستان: په افغانستان کې د برېښنا «کاسا زر» پروژې کارونه درېدلي
تاجکستان ويلي چې د شرایطو د نامساعدوالي له امله په افغانستان کې د کاسا زر پروژې کار درېدلی، خو د افغانستان سرپرست حکومت بیا وايي چې په هېواد کې د هر ډول پروژو پلې کېدو لپاره شرایط برابر دي.
د کابل ښار صنعتي پارکونو کې د برېښنا ۴۷ سلنې کمېدو ستونزې رامنځته کړې دي
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر برېښنا ریاست تېر یوه کال کې ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د لوګر د برېښنا ریاست وايي، په تېر یوه کال کې یې ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
له پاکستانه د چرګانو وارداتو له امله ننګرهار کې ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي
په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.
کابل ښار کې د تېلو بیې نږدې ۶ سلنه ټیټې شوې دي
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، هندۍ بورې، مالیزیایي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې، خو د اوبلن ګازو، پاکستانۍ وریجو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
روسیه: افغانستان ته د نفتي موادو او ګازو یوه لویه برخه صادرولی شو
د افغانستان او روسیې پلاوو د نفتي موادو او ګازو د پېرولو د تړون پر جزیاتو خبرې کړې دي او روسیې ویلي، کولی شي چې افغانستان ته ډېر نفتي مواد او اوبلن ګاز صادر کړي.
د شوګاڼي ګمرګي تعرفه ٢٥ سلنه لوړه شوه
د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د مالیې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د ناپروسس شوو شوکاڼو د یو ټن صادراتي ګمرکي تعرفه له ۵ سلنې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.
ماليې وزارت: هيڅ شرکت نه شي کولاى د بل شرکت په نوم مال وارد کړي
د مالیې وزارت وايي، هېڅ سوداګريز شرکت حق نه لري چې خپل وارداتي توکي د بل شرکت په نوم ګمرک ته داخل کړي.
د دایکنډي د شهیدانو او معلولینو ریاست: څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ مو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته وېشلې دي
د دایکنډي د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولین وایي، له ۲۰ میلیونو افغانیو ډېرې نغدې پیسې یې په دغه ولایت کې معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته وېشلې دي.
بلخ کې د پیازو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې
د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، بهر ته د پيازو د صادراتو له ډېرېدو سره د مخکې په پرتله بیه یې هم ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
سوداګر: د مالیې لوړوالي له امله د افغانستان له لارې سوداګري کمه شوې ده
په کندهار کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې او له چارواکو یې د هواري غوښتنه وشوه.
د مثبت بدلون شرکت موندنې: سرپل ولایت کې ۳۷۵۰۰ د قرهقل پسونه موجود دي
د مثبت بدلون په نوم یوه خصوصي شرکت، د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د کرنې او مالدارۍ پروګرام (USAID) په مالي همکارۍ په سرپل ولایت کې د قرهقل پسونو د شمېرني سروې ترسره کړې ده.
د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وایي، سبا (د زمري ۲۶مه) شاوخوا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري. یاد بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر…
هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د سوداګرو ښځو شمېر ۹۳ سلنه ډېر شوی
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وایي، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ډېرې دندې لرونکې ښځې په کور کېناستې خو د صنعتګرو او سوداګرو ښځو شمېر له تحول مخکې په پرتله نږدې دوه برابره ډېر شوی دی.
هرات کې د ډیجيټلي اسعارو لس صرافۍ وتړل شوې
په هرات ولایت کې لس ډيجیټلي صرافۍ چې په غیرقانوني توګه یې اسعاري راکړه ورکړه لرله، د امنیتی ځواکونو له خوا وتړل شوې. د هرات امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه…
کابل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي
کابل ښاروالي وايي، دې ادارې په تېر یوه کال کې ١٨١ پراختيايي پروژې تطبیق کړې او د پراختيايي او ودانيزو پروژو له درکه یې څه باندې درې ميليارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. د کابل…
دایکنډي کې د ربړي کلوشو په پښو کول یو فرهنک ګرځېدلی
دغه سړی ابراهیم نومېږي چې له ۲۲ کلونو راهیسې د دایکنډي په مرکز نیلي کې ربړي کلوشې جوړوي. سره له دې چې په وروستیو کلونو کې «مود روز» او «عصري» بوټان بازار ته وارد شوي،…
د صنعت او سوداګرۍ وزیر مسکو ته ولاړ
د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی مسکو ته روان شوی دی. د باختر اژانس د خبر له مخې چې په دغه سفر کې به د افغانستان…
د ډنډپټان – خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې تړلې ده
د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او سوداګر وايي، د دغې ولسوالۍ او خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې بنده ده او خلکو ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. له یادې…
























