منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

ستنډرډ ملي اداره: په تېر کال کې څه باندې ۴۶۰ ټانکره بې‌کیفیته نفتي مواد مسترد شوي

د افغانستان د ستنډرډ ملي اداره وایي، په تېر کال کې له شپږو بندرونو د نفتي موادو او اوبلن ګازو څه باندې ۴۰زره ټانکرونه هېواد ته وارد شوي چې له ډلې یې۴۶۰ د خراب کیفیت له امله بېرته مسترد شوي دي.

د پروان ښوونکي: د بانک له لارې د معاشونو وېش دغه بهیر ستونزمن او ځنډنی کړی

د پروان ولایت ښوونکي شکایت لري چې د عزیزي بانک له لارې د دوی میاشتنۍ تنخوا ورکول ستونزمن شوی او ډېر وخت نیسي؛ هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي او کومې ورځې چې معاشونو پسې بانک ته ورځي نو زده‌کوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.

د سپینو ډالرو په پېر او پلور کې ګټه صرافان اخلي خو تاواني کېږي عام خلک

د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانک‌نوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپین‌رنګه نوټ تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پېري چې بانکونه خلکو ته دواړه ډوله بانک‌نوټونه ورکوي.

نور راپورونه