ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د حکاکۍ هنر د ژوندي ساتلو هڅې روانې دي

هرات کې د حکاکۍ هنر د ژوندي ساتلو هڅې روانې دي

author avatar
6 Aug 2022 - 17:51
هرات کې د حکاکۍ هنر د ژوندي ساتلو هڅې روانې دي
author avatar
6 Aug 2022 - 17:51

هرات (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): په هېواد کې د حکاکۍ هنر له ځلېدلي او لوړ تاریخ درلودو سره سره اوس له کمرنګۍ سره مخ دی؛ خو په هرات کې ځيني حکاکان د حکاکۍ د یوې کارخونې او د زده‌کړې مرکز په جوړولو سره د دغه هنر د ژوندي ساتلو په هڅه کې دي.

په هرات ولایت کې د حکاکۍ د یوازېنۍ کارګاه مسوول محمدعامر صدیقي له پژواک سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي چې دغه تاریخي او با ارزښته هنر ژوندی وساتي.

نوموړي څرګنده کړه، له دوو کلونو راهیسې یې د حکاکۍ هنر د زده‌کړې مرکز جوړ کړی چې د نجونو په ګډون ډېر ځوانان ورسره پر کار بوخت دي.

هغه وویل، د دغه مرکز زده‌کوونکي د زده‌کړې له یوې دورې وروسته عملاً کار کوي او پر لرګي د حکاکۍ هنر پیلوي.

د حکاکۍ د یاد مرکز یوې زده‌کوونکې حسینې پژواک ته وویل، شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دغې کارګاه ته راغلې او له هغې مودې راهیسې توانېدلې چې د لرګي پرمخ حکاکي په ښه توګه زده کړي.

هغې زیاته کړه: «حکاکي زموږ د هېواد له پخوانیو هنرونو څخه دی او باید ورڅخه په اساسي ډول ساتنه وکړو او دا چاره غواړي، څو موږ ټول د هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره خپلې هڅې وکړو.»

د یادې کارخونې ځيني استادان د دغه تاریخي هنر له ودې هرکلی کوي او ټینګار لري چې په لومړیو کې دغه مرکز سره چا لېوالتیا نه لرله، خو له څه مودې وروسته ځوانانو دغه هنر سره ډېره لیوالتیا پیدا کړه چې اوسمهال یې زده‌کړې دوام لري.

د یاد مرکز یوې استادې ثریا سادات له پژواک سره په خبرو کې وویل، په دغه ولایت کې نجونې او هلکان د حکاکۍ له هنر سره ځانګړې مینه لري او حکومت باید د دغه هنر د ودې لپاره د ټولنې ټولو قشرونو ته زمینه برابره کړي.

هغه وایي، په هرات کې د یادې کارخونې د فعالیت له پیل راهیسې ۵۵ نجونو او هلکانو د حکاکۍ هنر زده کړی، د فراغت سندونه یې ترلاسه کړي او نږدې ۸۵ سلنه یې په دغه ولایت کې پر کار بوخت دي.

نوموړې وویل، دغې موسسې په یاد ولایت کې د خپل فعالیت له پیله تر اوسه ډېرې نجونې او هلکان فارغان کړي او هغو کسانو چې تېر کال له دغې موسسې نه د فراغت سند تر لاسه کړی، ۸۵ سلنه یې په هرات کې پر کار بوخت دي.

په دغه حال کې، د یادې کارخونې د بازارموندنې برخې مسوول د خپل هنر د نه پلور له پلوه شکایت لري او له حکومته غواړي څو هنرمندو ځوانانو ته د حکاکۍ د هنر د پلور  زمینه برابره کړي.

د یادې کارخونې د پلور مدیر جلیل احمد ارباب‌زاده پژواک ته وویل، دغه حرفه له تېرو وختونو تر اوسه له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغه له حکومته غواړي څو د دو اثارو ته نندارتونونه جوړ کړي څو د دغه صنعت د لا غوړېدو شاهدان و اوسي.

په ورته مها، د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د حکاکۍ هنر یو تاریخي او با ارزښته هنر بولي او وایي، ډېرو ځوانانو  په ډېره مینه دغه هنر ته مخه کړې ده.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر امر جاوید ضرغام پژواک ته وویل چې هغوی تل د حکاکۍ او نورو برخو له هنرمندانو ملاتړ کړی او هڅه کوي څو د هغوی د هنري اثارو خرڅلاو لپاره مینه‌وال او داخلي او بهرني سوداګر پیداکړي.

د ضرغام په خبره، په وروستیو کلونو کې د حکاکۍ هنر ته د بازارموندنې او ملاتړ په موخه په هرات، کابل، غزني ولایتونو او ایران کې څو نندارتونونه ترسره شول.

دغه ریاست په ډاګه کړې، د دغه تاریخي هنر د ودې لپاره د هرات په اختیارالدین کلا کې ځانګړی ځای هم جوړ شوی دی.

د حکاکۍ هنر په هرات کې یو ځلانده او لوړ تاریخ لري، نهمه پېړۍ او د تیموریانو دوره د دغه هنر د غوړېدو اوج بلل کېږي چې اوس یې هم د هرات په جامع جومات او ګذرګاه کې موجود دي.

شبکه کاري، مجسمه جوړونه، پیکرتراشي، د لوښو حکاکي، تزیني ډبرې، د چنار، اناب او غوزانو د ونو پر لرګیو حکاکي او د ګوتمو حکاکي چې د یادو برخو په ښکلا کې د پام وړ رول لري، د حکاکۍ هنر له عمده برخو څخه ګڼل کېږي.

Visits: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.