برېښنا شرکت د وارداتي برېښنا له درکه ١٢٢ ميليون ډالر پوروړى دى
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې یاد شرکت د وارداتي برېښنا له پلوه ۱۲۲ میلیون ډالر پوروړی دى او په تېرو لسو مياشتو کې د برېښنا لس پايې تخريب شوې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې یاد شرکت د وارداتي برېښنا له پلوه ۱۲۲ میلیون ډالر پوروړی دى او په تېرو لسو مياشتو کې د برېښنا لس پايې تخريب شوې دي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۳،۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي او په همدې موده کې ۱۵۸ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي.
مرکزي بانک وایي، د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده. مرکزي بانک نن (سه شنبه، د زمري ۱۱مه) په خپل…
د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال د دغه ولایت په شاخوا ۲۵زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د برېښنا ریاست په عوایدو کې د ۲۴ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د ماليې وزارت وايي، له اکسوس چينایي کمپنۍ سره د نفت او ګازو دولتي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت تړون لاسلیک شو.
د بامیان صنعتګر په دغه ولایت کې د کلالي/ خټینو لوښو د تولید ډېروالي او د پلور بازار د غوړېدو خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د اوبو رسونې ادارې مسوولین وایي، د سره صلیب نړۍوالې ادارې د زرنج ښار په قلعه فتح سیمه کې د ژورو څاهګانو د جنراتورونو فعالولو په موخه، له دغې ادارې سره د څه باندې ۲۴زره لیتره ډیزلو مرسته کړې ده.
د زابل په مرکز کلات کې له ۵۰ بېوزلو مېرمنو سره د ۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
مالیې وزارت وايي، د نفت او ګازو د استخراج چينایي (اکسوس) کمپنۍ د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا، د قشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي. د یاد…
مرکزي بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه. افغانستان بانک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نن (د زمري ۹) د…
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په اوو ورځو کې یې څه باندې ۴۸۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د میدان وردګو د «بهسود لومړۍ حصې» ولسوالۍ د وړیو سوداګر له حکومته غواړي چې کورني تولیداتو ته بازار پیدا کړي.
په کابل ښار کې نن د تېرې اونۍ په پرتله، د غوړیو او پټرولو بیې لوړې خو د سرو زرو او ډیزلو بیې راټيټې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره یې د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو…
ماليه وزارت وايي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او په پرله پسې توګه هېواد ته د اړينو توکو صادرولو او واردولو په منظور به د ننګرهار او کندهار ګمرکونه ۲۴ ساعته فعاليت کوي.
د سرپل ګلیم اوبدونکي په دغه ولایت کې د ګلیمونو د بازار پیکه کېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، د دغه صنعت په له منځه تلو سره به هغه مېرمنې بېکاره شي چې د ګلیم اوبدلو په برخه کې پر کار بوختې دي.
د کندوز د سپینزر دولتي شرکت مسوولین په تېرو ۱۱ میاشتو کې د دغې ادارې د ۴۷ سلنې عوایدو ډېرېدو خبر ورکوي. د یاد دولتي شرکت مسوولین د دغه شرکت د عوایدو لوړېدو لامل له…
د افغانستان د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو د اتحادیې شورا، د خپلو هغو پورونو غوښتنه وکړه چې له مودو راهیسې پر سکتوري وزارتونو پاتې دي. هغوی نن (چهارشنبه) په کابل کې یوه خبري ناسته کې…
ځینې سرچینې وایي، پاکستان هڅه کوي د واخان په سیمه کې پر افغانستان د ترانزیټي لار نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي، له دې امله باید حکومت د واخان دهلېز موضوع ته جدي پام وکړي؛ ځکه چې په داسې مسایلو کې «غیرفعال سیاست» او نه پاملرنه د زیان لامل ګرځي.
د دایکنډي په مرکز نیلي کې د موټرسایکلونو یو شمېر مالکان چې سپرلي وړي راوړي، د سونتوکو د بیو له لوړېدو شکایت لري.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو وړاندیز تایید شو.