ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: افغان پلاوي سره مو د ۳،۵ میلیارد ډالرو د خلاصون پر هڅو خبرې کړې دي

امریکا: افغان پلاوي سره مو د ۳،۵ میلیارد ډالرو د خلاصون پر هڅو خبرې کړې دي

author avatar
29 Jul 2022 - 06:42
امریکا: افغان پلاوي سره مو د ۳،۵ میلیارد ډالرو د خلاصون پر هڅو خبرې کړې دي
author avatar
29 Jul 2022 - 06:42

اټلانټا (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره یې د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زمري په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون یې پلاوي د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره ناسته کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او د مالیې وزارت د ترهګرۍ او اقتصادي استخباراتو د برخې مرستیال براین نیلسون او یو شمېر نورو مسوولینو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي سره خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې امریکایي پلاوي له افغانستان سره پر بېړنیو بشري مرستو ټینګار وکړ .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو پر دې بحث وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک له کنګل شوو پیسو څخه درې نیم میلیارده ډالره څه ډول د افغانانو د ګټو لپاره وکارول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي ټینګار وکړ چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، تېر کال په کابل کې تر سیاسي تحول وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده شتمني کنګل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له امریکایي پلاوي سره یې پر کنګل شویو پیسو او ځینو نورو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې وه، افغان پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانک له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنسټ دفاع او د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د دې ناستې په تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

بلخوا، رویټرز اژانس په کابل او واشنګټن کې د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د افغانستان او  امریکا ترمنځ د کنګل شوو پیسو د ځینو برخو د خوشې کولو په تړاو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، که چېرې په دې خبرو کې موافقه وشي، نو امریکا به د افغانستان له کنګل شوو اوه میلیارده ډالرو څخه نیمه برخه یا درې نیم میلیارده ډالره خوشې کړي.

Visits: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.