منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۰ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

اقتصادي کمېسیون د مالګې تولید برخه کې د خامو توکو رویاليټي کمولو پرېکړه وکړه

اقتصادي کمېسیون په کور دننه د مالګې اړتیا پوره کولو په موخه د کورنیو فابریکو لپاره د خامو مواد رویالېټي د کمولو پرېکړه کړې او دغه راز د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې یې د «جهان پارک» د جوړولو طرحه تایید کړې ده.

بدخشان کې سوداګرې: له تاجکستان سره د ګډ بازارګي پرانیستو زموږ د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی

د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یو شمېر سوداګرې وايي، که څه ‌هم چې د ملي او نړۍوالو موسسو له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې، خو له تاجکستان سره پر پوله د دې ولسوالۍ د ګډ بازارګي پرانیستو یې د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی.

غړي

سوداګر: پاکستان د سیاسي فشار راوړلو په موخه پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې

کندهار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲) کندهار کې سوداګر وایي، پاکستان په ناقانونه توګه د سیاسي فشار په موخه د دوی پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې، هغوی غوښتنه کوي چې افغان حکومت هم باید ورته اقدام وکړي. دغه څرګندونې د…

غړي

د ننګرهار سوداګر: پاکستان د اپټا تړون خلاف افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي

ننګرهار کې ځيني سوداګر او د سوداګرۍ خونه وايي، د پاکستان حکومت له لوري پر یو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نوم د ۱۰ سلنه مالیاتو وضع کول او پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه، د اپټا تړون خلاف دي.

غړي

مالیې وزارت د درېیو وارداتي توکو په ګمرکي تعرفه کې بدلون راوستلی

د مالیې وزارت د درزلرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له لس سلنې شل سلنې او د وارداتي بیټریو له پنځه سلنې اته سلنې ته لوړه کړې او چسپ لرونکې ښیښه‌یي پلاستیکي کڅوړو ته یې ۲۵ سلنه تعرفه ټاکلې ده.

نور راپورونه