Language

قمي: له افغانستانه دې ایران ته د صادراتو کچه لوړه شي

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وایي، د یو شمېر قانوني اقداماتو په ترسره کولو او خنډونو په لرې کولو سره دوی غواړي چې له افغانستانه ایران ته د صادراتو ډېرېدو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران ۸۵ کسیزه اقتصادي پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن په کابل کې د یاد پلاوي سره ګډه ناسته ترسره کړه.

په دې غونډه کې د ایران سفیرحسن کاظم قمي وویل، دوی غواړي چې له افغانستانه ایران ته د صادراتو ډېرېدو زمینه برابره کړي او دا یې پالیسي هم ده.

login or register a new account.