ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: پاکستان د سیاسي فشار راوړلو په موخه پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې

سوداګر: پاکستان د سیاسي فشار راوړلو په موخه پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې

author avatar
9 Oct 2023 - 17:27
سوداګر: پاکستان د سیاسي فشار راوړلو په موخه پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې
author avatar
9 Oct 2023 - 17:27

کندهار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲) کندهار کې سوداګر وایي، پاکستان په ناقانونه توګه د سیاسي فشار په موخه د دوی پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې، هغوی غوښتنه کوي چې افغان حکومت هم باید ورته اقدام وکړي.

دغه څرګندونې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او یو شمېر سوداګرو نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدصدیق مهمند وویل، د پاکستان حکومت د نړۍوال ترانزیټ او اپټا تړون خلاف پر ډېرو هغه توکو محصول لوړ کړی کوم چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

د هغه په وینا، افغان سوداګر هڅه کوي چې بدیله لار پيدا کړي ځکه پاکستان تل اصول تر پښو لاندې کوي او افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.