له ایرانه په لومړي ځل په توکو بار اورګاډی هرات ته را ورسېد
د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره له ایرانه په توکو بار اورګاډی د هرات ولایت «روزنک» تمځای ته را ورسېد.
د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره له ایرانه په توکو بار اورګاډی د هرات ولایت «روزنک» تمځای ته را ورسېد.
په تخار ولایت کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي خو وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي او خلک وطني تولیدات وکاروي، نو کولای شي چې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (سهشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، يوه ترکي شرکت په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید پروژې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت نن…
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چینایي پانګهوال لېواله دي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید، د لویو لارو جوړولو او د کانونو په برخو کې پانګونه وکړي. د صنعت او…
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د سارک فایننس مرکزي بانکونو د رییسانو په ۴۳مه ناسته کې افغانۍ د دغه سازمان غړو هېوادونو منځ کې د باثباته پولي واحد په توګه مشخصه شوې ده. یاد بانک…
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د کوچني مقیاس کان کېندنې ۱۶ ساحې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
په کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې لوېدلې، خو د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي. د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک…
د هلمند ولایت د انحصاراتو ریاست د دغه ولایت په ګرمسېر او ناوې ولسوالیو کې هغه پمپ سټېشنونه تړلي چې بېکیفیته تېل یې پلورل. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم…
په هرات کې یو شمېر کتابپلورونکي، لیکوال او فرهنګیان وایي، د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو په پراخېدو سره له کتاب پېرلو او مطالعې سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، دغې خونې د سوداګرو ښځو د فعالیت پراختیا په موخه پروګرامونه پیل کړي او په تېرو دوو کلونو کې دغه…
د کندهار ښار په عینو مېنه کې نن د سویلي زون په کچه د خوراکي توکو کیفیت معلومولو لپاره یو لوی لابراتوار پرانیستل شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د «شهروند مسوول» موسسې او صنایع خونې له لوري د کورنیو تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه نو په نانواييګانو یوه ډوډۍ په ۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس چې د اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې نو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۹ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په مکاوې سیمه کې نن د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي اته ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي، په تېرې وري میاشت کې د هېواد رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د بېلابېلو ګازلرونکو او بېګازو نوشابو تولیدات ډېر شوي چې ډېر کاروونکي یې ځوانان دي؛ خو د طب پوهان د دغو توکو ډېره استفاده د روغتیا لپاره په زیان بولي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په روان لمریز کال کې به د ۱۴۶۸ کیلومتره په اوږدوالي د مزارشریف - هرات - کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې لومړني کارونه پیل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج د لګښتونو د بشپړې تحویلۍ بهیر د روانې اونۍ له چهارشنبې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د دولتي برېښنا بيه لوړه ده او د برېښنا د لګښت ورکولو توان نه لري. دوی وايي، په بلخ کې د هر کیلو…
ځيني هېوادوال د هوايي شرکتونو ټیکټونو له لوړو بیو سر ټکوي او د راټیټېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د ملکي هوايي چلند اداره وایي، بیې یې یو څه راټیټې کړې دي او وروستۍ بیې به له ارزونې وروسته وټاکي.
د هرات ولایت یو شمېر مسګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نشتوالي او د حکومت له خوا ترې د نه ملاټر له امله شکایت کوي او وايي، دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او خلک هم مسي وسایلو ته چندان لېوالتیا نه لري.