ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوېدلې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې

کابل ښار کې د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوېدلې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې

author avatar
6 May 2023 - 14:03
کابل ښار کې د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوېدلې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې
author avatar
6 May 2023 - 14:03

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې لوېدلې، خو د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لیټر پټرولو بیه له ۷۰ افغانۍ څخه ۶۹ افغانیو ته او د یو لیټر ډیزلو بیه له ۷۲ افغانۍ نه ۷۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د تېلو بیو ټيټېدو لامل په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو لوېدل دي.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۶ افغانۍ پلوري.

په خوراکي توکو کې د بورې بیه لوړه شوې، خو د قزاقي اوړو بیه لوېدلې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د ۷ ورځې مخکې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۵۰۰ نه ۳۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د هندي بورې بیې لوړېدو لامل په وارداتو کې یې کموالی او له پاکستانه د بورې د قاچاقو بندېدل دي.

خو نوموړي وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۸۵۰ څخه ۱۷۲۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

هغه وايي، دا چې د قزاقي اوړو واردات ډېر شوي او خرڅلاو یې کم شوی نو د کابل په بازارونو کې یې بیه لوېدلې ده.

خو هغه وايي، نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لیټره مالیزیایي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۷۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۷۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۵۰۰ نه ۴۶۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سررو زرو بیه له ۳۵۵۰ نه ۳۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو لوړېدل، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې له لوړوالي سره اړیکه لري.

د اسعارو بیې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.