ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د نوشابو او انرژي ډېر څښل روغتیا ته زیان رسوي

ډاکټران: د نوشابو او انرژي ډېر څښل روغتیا ته زیان رسوي

author avatar
1 May 2023 - 16:31
ډاکټران: د نوشابو او انرژي ډېر څښل روغتیا ته زیان رسوي
author avatar
1 May 2023 - 16:31

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د بېلابېلو ګازلرونکو او بې‌ګازو نوشابو تولیدات ډېر شوي چې ډېر کاروونکي یې ځوانان دي؛ خو د طب پوهان د دغو توکو ډېره استفاده د روغتیا لپاره په زیان بولي.

اوسمهال په کابل ښار کې د «ریشه، مانسټر، کولا، فانټا، آب انار شفا، هپي، کره‌باو، هیټ، ریډبول، جنسنګ او بېلابېلو جوسونو» په نومونو بېلابېل ډول ګازلرونکې او غیرګازي نوشابې پلورل کېږي چې ډېری کاروونکي یې ځوانان او ماشومان دي.

د دغو نوشابو ډېری علاقهمندان ځوانان دي

د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکې زهرا پژواک خبري اژانس ته وویل: «جنسنګ او هیټ زما د خوښې انرژي‌ګانې دي، زه یې تل څښم او په څښلو سره یې ډېره توانايي پیدا کوم.»

هغه چې هره ورځ یو بوتل انرژي څښي، د زیانونو په اړه یې وویل: «تر اوسه یې راته ضرر نه دی کړی او زه له کومې ځانګړې ستونزې سره نه یم مخ شوې.»

په ورته وخت کې، فهیم‌الله بل هغه ځوان چې له انرژي څښلو سره لېوالتیا لري، وایي: «د پلار کاکا مې له کلونو راهیسې انرژي څښي، صحتمند او غښتلی دی.»

له نوشابو څخه زیانمن شوي خلک

د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکی محمدرومل وايي: «درې ورځې مخکې مې چې کله د انرژي څښل پرېښودل نو ډېر تکلیف راته پیدا شو، له کلونو راهیسې مې انرژي څښل او له څښلو مې خوند اخیست، باور وکړئ چې د ورځې دوه درې بوتله مې څښل.»

هغه وویل، د نوشابو په څښلو سره پر بې‌خوبۍ، د معدې او پښو دردونو اخته شوی و او ډاکټرانو ورته ویلي وو چې لامل یې له حده ډېر انرژي څښل دي.

۱۷ کلنه مدینه چې د کابل ښار د کارته پروان سیمې اوسېدونکې ده، وايي: «د معدې تکلیف لرم، ډاکټرانو هم راته ویلي چې نور باید ګازلرونکې نوشابې او انرژي ونه څښم، خو نه شم کولای، ځکه چې ډېر مې خوښېږي، که یې هره ورځ و نه څښم ان فکر کوم چې کوم څه مې ورک کړي.»

همدارنګه ۴۵ کلن جلیل وایي: «له دغه ډول زیاتو ګازلرونکو نوشابو څخه ګټه اخیستنې له امله راته د ځیګر تکلیف پیدا شوی او تر درملنې لاندې یم.»

هغه وايي، که د ګازلرونکو نوشابو څښل روغتیا ته زیان رسوي نو حکومت یې باید مخه ونیسي.

ډاکټران هم د نوشابو او ا نرژيګانو ډېره استفاده خطرناک ګڼي

د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي پژواک اژانس ته وویل، ګازلرونکې او غیرګازي نوشابې په خپل ترکیب کې د ډېرو قندي موادو لرلو له امله په هغو کسانو کې چې ډېر یې کاروي، د ځینو ناروغیو لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه: «هغه ګازلرونکې نوشابې چې موږ یې کاروو، ډېر زیانونه لري او زموږ د بدن پر مختلفو سیستمونو منفي اغېز کوي؛ د بېلګې په توګه له حده ډېر چاغوالی او په ځانګړې توګه د ګېډې چاغښت؛ ځکه چې ډېره کالوري لري.»

نوموړي په دوام کې وویل، د نوشابو په ترکیب کې ډېر قند د غاښونو خرابېدو لامل ګرځي او د شکرې، شنډوالي (عقامت) او پښتورګو کې د کاڼو جوړېدو لامل کېږي.

هغه وايي، ځينې نوشابې په خپل ترکیب کې د کیمیاوي رنګونو او نورو کیمیاوي موادو لرلو له امله د سرطان لامل هم ګرځي.

ډاکټر فرید هېوادوالو ته سپارښتنه کوي چې د نوشابو پر ځای دې له تازه مېوو، د لیمو له اوبو او شړومبو څخه استفاده وکړي.

په ورته وخت کې، د انتاني تخصصي او ملي روغتون د داخلې متخصص ډاکټر فریدالله عمري وايي، ځینې نوشابې چې په بازار کې په لوړه بیه خرڅېږي، ټولې خپل خپل زیانونه لري.

د هغه په وینا، د شوو څېړنو له مخې د نوشابو قوطۍ له ځانګړو موادو جوړې شوې چې روغتیا ته ډېر زیان رسوي.

هغه هم وايي، د نوشابو ډېره استفاده د وزن زیاتېدو، د غاښونو خرابېدو، د هډوکو نرمښت، د ځیګر خرابېدو، د وینې لوړ فشار، د قلبي، شکرې او پښتورګو ناروغیو لامل ګرځي.

سرچینه څرګندوي: «ګازلرونکې نوشابې انرژي زېږونکې نه شي کېدای، فقط د سوداګرۍ لپاره وايي چې بدن ته انرژي ورکوي، ډېر محدود شمېر انرژیانې دي چې انرژي زېږوونکې دي، البته هغه انرژیانې چې تایید شوې وي، نه یوازې ګازلرونکې نوشابې ان ځینې بې ګازه نوشابې هم چې په مختلفو نومونو راځي، زموږ روغتیا ته زیان اړوونکې دي.»

هغه وايي، د نړۍ په کچه سلګونه ډوله نوشابې شته او له مختلفو کمپنیو په بېلابېلو نومونو هېواد ته واردېږي.

نوموړی سپارښتنه کوي: «د یوه ډاکټر په توګه هیڅکله نوشابې د درملو په توګه نه توصیه کوم، زما سپارښتنه دا ده چې له ګازلرونکو انرژیانو څخه ډډه وکړئ، د هغو پر ځای له تازه مېوو څخه استفاده وکړئ.»

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «ګازلرونکې نوشابې د هضمې سیستم لپاره ډېر مضر دي، زموږ د چاپېریالي روغتیا ټیم تل ګرځي څو د غیرصحي نوشابو مخه ونیسي.»

هغه د نوشابو د زیانونو په اړه د خلکو د پوهېدا کچې لوړېدل مهم ګڼي او له رسنیو غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي او د هغو اعلاناتو له خپرولو ډډه وکړي چې د نوشابو کارولو ته د خلکو پام جلبوي.

Visits: 251

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.