چارواکي وايي، د افغانستان تحصیلي او تعليمي نظام له کمزورتيا سره مخ دی، نو تعليمي او تحصيلي بنسټونو دې د اسلامي اصولو په رڼا کې، د دنيا له غوښتونو سره د برابر تعليمي او تحصيلي نظام جوړولو لپاره کار وکړي.
په هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰۰ زره دیني عالمانو او مدرسو له فارفانو د سویې تثیبت ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه او وروسته به دغه کسان د دوولسم او څوارلسم ټولګیو، لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د فراغت سندونه ترلاسه کړي.