ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه ښوونکې: د یوې پر ځای دې نیمه ډوډۍ وخورو، خو زده‌کړې دې وکړو

دایکنډي کې یوه ښوونکې: د یوې پر ځای دې نیمه ډوډۍ وخورو، خو زده‌کړې دې وکړو

author avatar
20 Feb 2023 - 19:36
دایکنډي کې یوه ښوونکې: د یوې پر ځای دې نیمه ډوډۍ وخورو، خو زده‌کړې دې وکړو
author avatar
20 Feb 2023 - 19:36

نیلي (پژواک، ۱ کب ۱۴۰۱): د ژمي یوې سړې ورځې په وروستیو شېبو کې چې لمر د نیلي ښار د چوګاني غره له شا د ډوبېدو په درشل کې و، یوه نجلۍ د دغه ښار په څنډه کې نجونو او هلکانو ته د خپل ۱۵ کلن ښوونیز خدمت کیسه کوي.

دغه نجلۍ فاطمه هاشمي نومېږي، د دایکنډي د مرکز نیلي ښار اوسېدونکې ده او د ژوند کیسه یې له نورو بېله بڼه لري. هغې په لومړیو کې ۵ کاله له کوم معاش او کاري قرارداد پرته د خپلې سیمې نجونو او هلکانو ته درس ورکړی دی.

نوموړې پژواک ته وویل، له کله راهیسې یې چې ښوونځی پیل کړ له همغې ورځې نورو ته د درس ورکولو انګېزه ورته پیدا شوه او بیا یې د استادۍ دندې ترلاسه کولو لپاره پرله‌پسې هڅې پیل کړې.

د زده‌کړې پر مهال بخت یې ملګری شو او د ښوونځي مسوول یې موافقه وکړه چې له خپلې سطحې ټیټو زده‌کوونکو ته تدریس وکړي.

هغې څرګنده کړه: «پنځه کاله پرته له غېرحاضرۍ خپلو شاګردانو ته مې درس ورکړ، هیڅ معاش مې نه درلود، وروستی کال کله کله به په تشویقي بڼه یوڅه پیسې راکول کېدې.»

د نوموړې په خبره، له پنځه کاله وړیا تدریس وروسته د رسمي ښوونکې په توګه د ګومارل کېدو فرصت ورته برابر شو. له ۱۳۹۱ کال راهیسې په رسمي ډول په «خاک‌باد» او ځینو نورو ښوونځیو کې تدریس کوي.

فاطمه هاشمي اوس‌مهال په نیلي ښار کې د «خاک‌باد» لېسې یوه سابقه لرونکې ښوونکې ده.

د هغې ټولې کورنۍ د تدریس خواږه څکلي دي. د نوموړې په وینا، پلار، دوه وروڼه، خور، دوه ورېرونه او ورېندار یې هم په مختلفو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي. دې چارې ورته د تدریس او دندې د دوام انګېزه نوره هم پیاوړې کړه څو د ټولنې بچیانو ته لا خدمت وکړي.

فاطمه ټینګار کوي چې د استادۍ دنده د دې لامل کېږي څو د کورنیو اولادونه پوهاوی ترلاسه کړي او د ژوند پر لارو چارو وپوهېږي.

دغه هڅانده ښوونکې په ښوونځي کې د تدریس ترڅنګ، له رسمیاتو وروسته د ورځې په لړ کې په کورسونو او خصوصي ښوونځیو کې هم درس ورکوي.

مېرمن هاشمي هماغه راز چې د خپلو پروګرامونو په اړه غږېده، ټینګار وکړ چې ښوونکي باید د تدریس میتود ښه‌والي لپاره نوښتونه وکړي.

هغې زياته کړه، په ښوونځي کې يې د زده‌کوونکو لپاره د معما جدول او فکري کار ترتيب کړى و او دا چاره د دې لامل کېده چې زده‌کوونکي هرې موضوع ته په ډېر دقت فکر وکړي او هرې موضوع ته حل‌لاره ومومي.

هغه څرګندوي چې ‎راتلونکي کال ته یې هم ‎ د درسونو د کيفيت ښه‌والي لپاره پلان جوړ کړى او ډېر فکري جدلونه يې چمتو کړي دي.

کله چې د کرونا ویروس وېره ځای خپره وه او ان ‎د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې  تړل شوې وې، فاطمه بیا هم پر کور پاتې نه شوه او خپلو شاګردانو ته یې د تدریس اقدام وکړ.

هغې وويل، هغه مهال يې په ډېرې سختۍ سره درسي وېډيوګانې ثبتولې او خپلو زده‌کوونکو ته يې ورکولې‎ څو له زده‌کړو واټن وانخلي.‎

نوموړې دغه‌راز وویل چې د تدریس په ډګر کې له ستونزو سره هم مخ شوې، خو هيڅکله ستړې شوې نه ده.‎

فاطمې  د خپلو خبرو په دوام کې ‎د ښوونې ارزښت او اهمیت ته اشاره وکړه او د زړه له تله تکراروي چې ښوونه او روزنه د عقل او فکر خبره ده، زده‌کړه‎ انسان جوړوي او روح یې صیقل کوي.

څومره چې د هغې خبرې ګرمېږي وايي، خلک باید په هیڅ ډول شرایطو کې له علم او ​​​​پوهې څخه لرې نه شي او خپلو اولادونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.‎

نوموړې زیاته کړه: «یوه ډوډۍ ونه خورو پر ځای یې نیمه وخورو، خو د هغه پیسې باید د زده‌کړو لپاره مصرف کړو.»

کله چې لمر ورو ورو د چوګاني غره تر شا ډوبېده، د هغې خبرې هم پر زده‌کړې په ټینګار سره پای ته رسېدې او له خلکو یې وغوښت چې د ښوونې او روزنې ښه‌والي لپاره له هیڅ راز هڅې دریغ ونه کړي.

په همدې حال کې، د دایکنډی د پوهنې ریاست مسوولین وایي، له هر هغه چا چې د خلکو د اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره کار کوي، ملاتړ کوي.

د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو عمومي مدیر عیدمحمد عالمي‌زاده وویل، څوک چې د ښوونې او روزنې پرمختګ لپاره زیار باسي، د پوهنې ریاست ترې ملاتړ او قدرونه کوي.

هغه زیاته کړه، یادې ښځې ډېر کلونه پوهنې ته په خدمت کې تېر کړي دي.

د دایکنډي یو مدني فعال نادر سیرت وایي، فاطمه هاشمي له کلونو راهیسې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د خلکو د اولادونو د ښوونې او روزنې برخه کې زیار ایستلی دی.

هغه زیاته کړه، اوس د نوموړې ډېر زده‌کوونکي لوړو علمي سویو ته رسېدلي دي.

په دایکنډي کې یو بل مدني فعال قدرت‌الله موسوي هم وايي چې مېرمن هاشمي او د هغې په څېر ډېرو نورو کسانو د خپل عمر یوه برخه ښوونې او روزنې ته ځانګړې کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دایکنډي په ټولو برخو کې له ډېرو محرومیتونو سره مخ ده؛ خو د خوښۍ ځای دی داسې خلک هم شته چې له زده‌کړو د خلکو محرومیت ستونزې هواري لپاره یې ډېر کلونه کار کړی او اوس هم هڅې کوي.

بل پلو، د دایکنډي اوسېدونکي د علم او زده‌کړو ارزښت ته اشاره کوي او وایي، ځوانان باید په هر ډول شرایطو کې د علم او پوهې حاصلولو لپاره هڅې وکړي.

د نیلي ښار اوسېدونکی علم‌ګل وایي، هغه کسان چې کلونه یې د ټولنې د بچیانو د زده‌کړو برخه کې کار کړی د ستاینې او انعام وړ دي.

رضا قمبري هم وایي، د علم زده‌کړه پر ښځه او نر فرض ده او خپله خلک باید په هر وخت او هر ډول شرایطو کې خپلو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

Visits: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.