منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د غالۍ اوبدنې صنعت برخه کې ستونزې؛ افغاني غالۍ لا هم د نړۍ بازارونو کې د نورو هېوادونو په نوم پلورل کېږي

فاریاب کې د غاليو اوبدونکي او سوداګر د هېواد دننه بانکي محدودیتونو او مارکېټ نشتوالي ته اندېښنه ښيي، وایي چې د غالیو په تولیداتو، پلور او صادراتو کې د تېرو کلونو په نسبت د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پکتیا د درېیو ولسوالیو خلک: برېښنايي پېژندپاڼو اخیستو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو

د پکتیا د ګردې ‌څېړۍ، شواک او وزي‌ځدراڼ ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي له امله اړ دي د تذکرو اخیستو لپاره څو ځلې ګردېز ته ولاړ شي.

د ځینو بې‌سرپرسته کورنیو د ژوند ترخې کیسې

ځینې کونډې په داسې حال کې د ژوند له ناخوالو او اقتصادي ستونزو سرټکوي چې د دیني عالمانو په وینا، د ټولنې ټول وګړي او حکومت د بې‌وزلو د لاسنیوي مسوولیت لري او حکومت بیا وایي چې له کوڼدو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

ډاکټران: د منظم غذايي رژیم او ورزش له لارې کولای شئ د تریخي ناروغۍ مخنیوی وکړئ

ډاکټران تریخی یا کیسه صفرا د هضم، د غیر ضروري موادو دفع کولو او د شحمیاتو جذبولو برخه کې د بدن یو مهم غړی بولي خو وایي، ورزش نه کول، له غوړو خوړو ډېره استفاده او د وزن زیاتوالی هغه موارد دي چې د بدن دې برخه کې د ناروغۍ لامل کېږي.

کابل ښار کې د کانکور چمتووالي ښوونیزو مرکزونو زده‌کوونکو شمېر د مخکې په پرتله کم شوی

کابل ښار کې د کانکور چمتوالي مرکزونو مسوولین د تېرو درېیو کلونو مخکې په پرتله د خپلو زده‌کوونکو شمېر کمېدو ته اندېښمن دي، وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د زده‌کوونکو لپاره فیسونه هم کم کړي دي.

د فاریاب یو شمېر خلک د ځینو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو او ناروغیو ناسم تشخیص له امله شکایت کوي

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د ځينو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکو او د ناروغیو د ناسم تشخیص له امله شکایت کوي، وایي چې ځیني ډاکټران د طبابت اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي او پر خلکو تجارت کوي.

نور راپورونه