د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې او ماشومان د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دي او له اسلامي امارت غواړي چې د مناسب کار او زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګهونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې له لوړېدو وروسته اوس له دغه ولایته پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي دي.