منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوله

۶۳۰ راپورونه

راپورونه

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ، اوای‌سي د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه وښوده، افغان چارواکو وویل چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا طرحه جوړېږي او یوناما د افغانستان د رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو

تېره اونۍ، درېیو هېوادونو له افغانستان سره نږدې ۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، افغان چارواکو قطر، ایران او اوزبېکستان ته سفرونه لرل او ملګرو ملتونو د یوې نظرپوښتنې له مخې وویل چې افغانستان کې بېلابېلو برخو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی، خو ا.ا دا څرګندونی بې‌بنسټه وبللې.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو

تېره اونۍ، روسیې د افغانستان استازي ته د کازان په اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړه، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې خبر ورکړی او کابل وویل چې مسکو ته د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کوي.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله یوولس کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو

تېره اونۍ، روسیې ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه وایست او په داسې حال کې د اسلام‌اباد پلاوی کابل ته راغی او له کابله یو پلاوی اسلام‌اباد ته ولاړ چې پاکستان په زور د افغان کډوالو ایستل پیل کړي او بېلابېلو لوریو پر دې چاره نیوکې کړې دي.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌امله اووه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان وو

تېره اونۍ، بريتانیا ویلي‌ چې هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا د م.م اجنډا په سر کې ځای ومومي، بېلابېلو سرچینو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او دغه راز ا.ا د یوناما د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ځيني استخباراتي سازمانونه د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو

تېره اونۍ، د روسیې لویې څارنوالۍ له سترې محکمې وغوښتل چې د «طالبانو» نوم له تور نوملړه لرې کړي، تاشکند د افغانستان د پرمختګ لپاره د ګاونډیو پر همکارۍ ټینګار وکړ او افغان چارواکو وویل چې نړۍ دې له ا.ا سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لپاره لار هواره کړي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

تېره اونۍ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نورو امنیتي چارواکو د ا.ا له مشرتابه سره وکتل، امریکا د خلیفه سراج‌الدین حقاني په ګډون ا.ا پر درېیو چارواکو اېښودل شوې جایزې لغوه کړې او بېلابېلو نړۍوالو بنسټو افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ځنډېدو پر دوام اندېښنه وښوده.  

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ، ځینو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه خو اسلامي امارت دا ادعاوې ناسمې وبللې، د یوناما مشرې ویلي، دا په اسلامي امارت پورې اړه لري چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر لور ګامونه اخلي که نه؟ خو کابل ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

تېره اونۍ، بېګم راډیو وتړل شوه، له افغانستانه ازبکستان ته وړل شوې اووه بلک‌هاک چورلکې امریکا ته سپارل شوې، سیګار ادعا وکړه چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري، خو ا.ا رد کړه او جنوبي کوریا له افغانستان سره درې میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تیره اونۍ د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال له دې محکمې د ا.ا مشر او سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنه وکړه، خو ا.ا د یادې محکمې د څارنوال تورونه بې‌بنسټه وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل، همداراز یوناما د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام د اندېښنې وړ وباله، اروپايي ټولنې او ډنمارک له افغانستان سره ۵۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ، جو بایډن وویل چې افغانستان امریکا ته ګواښ نه دی، ځینو هېوادونو له ا.ا وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ایټاليا، سویس او جاپان له افغانستان سره ۸.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

تېره اونۍ، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي، پاکستان د کونړ پر ځینو سیمو راکټي بريدونه وکړل او ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن حکومت ا.ا ته میلیاردونه ډالر ورکړي، خو ا.ا او د امریکا حکومت دغه ادعا رد کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ، باکو له کابل سره د سیاسي تعامل پر پراختیا ټينګار کړی، د خوست علي‌شېر ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د اقتصاد وزارت یو ځل بیا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز ټينګار کړی، خو م.م یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې.

تېره یوه اونۍ کې په افغانستان کې سلو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ، سعودي عربستان په کابل کې بیا خپل سفارت پرانیست، پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید کې ۹۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او د افغانستان ملي دفاع وزارت وویل چې تېره شپه یې په انتقامي برید کې د ډیورند فرضي کرښې هغه غاړه ځیني مرکزونه په نښه کړي دي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ پر ا.ا د م.م د بندیزونو څار کمېټې ماموریت ۱۴ میاشتې وغځول شو، خو ا.ا دغه اقدام ظالمانه وباله، د روسیې پارلمان له کابل سره د اړیکو عادي کولو قانون تصویب کړ او اروپايي ټولنې، جاپان او سويډن له افغانستان سره څه باندې ۵۷ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ، د روسیې پارلمان له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحه تایید کړه، د م.م امنیت شورا کې افغانستان کې بشري حقونو ته پر درناوي او له دغه هېواد سره پر تعامل ټینګار وشو او اروپایي ټولنې، امریکا او قطر له افغانستان سره ۹۷ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ، طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې خو وروسته یوازې د ازموینو اجازه ورکړل شوه، ناروې وویل له افغانستان سره اړیکې محدودوي؛ ا.ا په دې اړه ناخوښي وښوده او اروپايي ټولنې، اتريش او سعودي له افغانستان سره ۲۴ میليون ډالره مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ چین او روسیې له کابل سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، یوناما وویل، افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو سره مخ دي، خو ا.ا وویل چې د افغانستان مسایلو ته باید د لوېدیځو هېوادونو له عینکو ونه کتل شي او چین له افغانستان سره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

تېره اونۍ، برلین کې افغان سفیر او په بُن کې د افغانستان کونسل استعفاوې وکړې، اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړې لپاره استازی وټاکه او جاپان او کويټ وویل چې له افغانانو سره نږدې ۸ میليون ډالر مرسته کوي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ ایران وویل چې دوو میاشتو کې زر افغان بندیان ا.ا ته سپاري، خلیل‌زاد بیا ویلي، د دوحې هوکړه کېدای شي د ډونالد ټرمپ او اسلامي امارت تر منځ د تعامل بنسټ شي او ګوترېش له هېوادونو وغوښتل چې د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ ا.ا په ټاکنو کې د ټرمپ له بریا وروسته هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوې اداره د افغانستان په اړه واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي، ازبکستان له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار وکړ او اروپايي ټولنې بیا له افغانستان سره د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

تېره اونۍ، ۷ هېوادونو له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ، افغانستان او قزاقستان د همکارۍ لارنقشه لاسلیک کړه، موظف پلاوي ایران کې پر افغانانو د ډزو او چاودنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان وو

تېره اونۍ «برېکس» د خپلواک، سوله‌ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو د خوندي افغانستان ملاتړ وکړ، م.م په افغانستان کې د ښځو له حقونو د ملاتړ پر پراختیا ټینګار وکړ، غور کې د داعش د دوو کسانو د وژلو خبر ورکړل شو او اروپايي ټولنې د افغانستان د روغتيا له سکټور سره د مرستې لپاره ۳۱ میلیونه یورو ځانګړي کړل.

تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

تېره اونۍ د شانګهای سازمان سرمشریزې د خبرو له لارې د هېوادونو ترمنځ د شخړو پر هواري ټینګار وکړ، المان له افغانستان سره ۱۱،۲میلیون ډالره مرسته وکړه او په ایران کې د لسګونو افغان کډوالو د وژلو په اړه راپورونه خپاره شول، خو ایران رد کړل او ا.ا یې څېړنې ته پلاوی وټاکه. 

نور راپورونه