امنیت او جرمونه
راپورونه
ننګرهار کې پنځه انسان تښتوونکي وژل شوي
په ننګرهار ولایت کې د استخباراتو رياست له لوري په جلال اباد ښار کې پنځه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.
د بغلان په ده صلاح کې د نامسوولو وسله والو پر وړاندې تصفیوي عملیات شوي
په بغلان کې امنیتي سرچينې وايي چې د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې يې د نامسوولو وسله والو پر وړاندې عملیات کړي چې په نتيجه کې يې يو کس نيول شوی دی.
کندهار او کونړ کې دوه کسان وژل شوي دي
په کندهار او کونړ ولایتونو کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
کانګو کې غورځېدلې چورلکه، ۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د یوې چورلکې غورځېدو په پېښه کې د یو شمېر افسرانو په ګډون شپږ سرتیري یې وژل شوي دي.
ترکیه کې، د روسيې او اوکراین ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی
د ترکیې په استانبول ښار کې د روسيې او اوکراین ترمنځ خبرې پیل او د پرمختګ راپورونه يې ورکړل شوي دي.
بسګله چې په جګړو کې یې خاوند وژل شوی او د اته کسیزې کورنۍ سرپرسته ده
مېرمن بسګله چې د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ د سرتګاب اوسېدونکې ده او مېړه یې په تېرو جګړو کې وژل شوی، اوس د اتو یتیمو اولادونو سرپرسته ده او له اقتصادي ستونزو ډک ژوند تېروي.
کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکي خوشې شوي، خو درې تنه لا هم بندیان دي
په کندهار کې د ځينو رسنيو مسوولين وايي، په دې ولايت کې د رسنیو درې تنه کارکوونکي خوشې شوي، خو درې تنه لا هم بندیان دي په کندهار کې نن دوشنبه سهار د استخباراتو ریاست…
په فراه کې یو زرګر وژل شوی
د فراه ولایت په مرکز کې ناپېژاندو وسله والو یو زرګر وژلی او بل يې ټپي کړی دی
کندهار کې استخباراتو د دوو راډيوګانو خپرونې بندې کړې دي
په کندهار کې د ځينو رسنيو مسوولين وايي، استخباراتو يې خپرونې بندې کړي او شپږ کسان يې بيولي؛ بل لورته د کندهار حکومتي مسوولين هم دغه موضوع تاييدوي.
میدان وردګو کې د یوه انجنیر د تښتولو په تور درې کسان نیول شوي
د میدان وردګ امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې درې کسان چې د یوه انجنیر د تښتولو هڅه یې کوله؛ نیول شوي دي.
میدان وردګو کې د علیپور اړوند ۵۰ میله وسلې نیول شوې دي
د استخباراتو ریاست وايي، امنيتي ځواکونو د وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د عبدالغني عليپور ۵۰ میله وسلې تر لاسه کړي دي.
ميدان وردګو کې په چاودنه او ترافيکې پېښو کې ۲۶ کسان ټپيان شوي
د ميدان وردګ ولایت روغتيايي سرچينې وايي، په دوو ترافيکي او د اګايز مرمۍ چاودنې پېښو کې ۲۶ تنه ټپيان شوي دي.
پنجشېر کې د یوه تن د ټپي کېدو په تړاو درې کسان نیول شوي
د پنجشېر ولایت امنیه قوماندانۍ، په ابشار ولسوالۍ کې د ښکاري ټوپک په وسیله د یوه کس د ټپي کېدو په تړاو د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی.
بامیان ښار کې د یوه ۲۲ کلن ځوان جسد موندل شوی
د بامیان ولایت امنیه قوماندانۍ د دغه ولایت په دره فولادي سیمه کې د یوه ۲۲ کلن ځوان د جسد موندلو خبر ورکوي.
په کابل کې ۷ کسان له شرابو او «کا» ټابلیټونو سره نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې اووه کسان له لسګونه بوتل شرابو او سلګونه «کا» ټابلیټونو سره نیولي دي.
ننګرهار کې يو کس پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نيول شوی
د ختيځ زون امنيتي مسوولين وايي، د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې يو کس پاکستان ته د ٣٤ ميله وسلو د قاچاق په تور نيول شوى دى.
” لغمان کې د صنعتي پارک سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې”
د لغمان مرستیال والي مولوي سید احمد بنوری وايي، په دغه ولايت کې د تېر نظام پر مهال يوازې د صنعتي پارک ۲۹۲ جريبه ځمکه غصب شوې ده.
























