د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې په تېر یوه کال کې له دغه ولایت مرکز پلعلم او ولسوالیو څخه سلګونه د موسیقي آلې او وسایل راټولې کړې او نن یې وسوځول.
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست نن په یوه خبري غونډه کې د دغه وزارت محتسبینو ته په لارښوونه کې وویل چې د ټولنې ذهنیت جوړونې لپاره دې کار وکړي او له زور او جبر څخه دې کار نه اخلي.