منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

ځیني کابل ښاریان: ټول امنیتي کسان باید یونیفورم ولري

یو شمېر کابل ښاریان وایي، اوس هم ځیني امنیتي کسان له یونیفورم پرته له وسلو سره په ښار کې ګرځي چې باید مخه یې ونیول شي، خو امنیه قومانداني وایي، دا هغه «مجاهدین» دي چې په نظام کې د ثبت او نوم‌لیکنې لپاره له ولایتونو کابل ته راځي او د دې پروسې په بشپړېدو به دا ستونزه حل شي.

د تخار د بهارک ولسوالۍ خلک برېښنا، د څښاک پاکو اوبو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، مجهزو روغتیايي مرکزونو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په تېر حکومت کې یې په ځلونو خپل غږ پورته کړ خو چا پاملرنه ورته ونه کړه.

غړي

ښاروالي: د کابل ښار د څارویو ساحوي بازارونه ټول کمپنۍ سیمې ته لېږدول کېږي

کابل ښاروالي وایي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارويو د پېر او پلور بازارونه د ښاري ګډوډۍ او چاپېریال ککړېدو لامل شوي او ټاکل شوې ټول یاد بازارونه د دغه ښار «کمپنۍ» سیمې ته ولېږدول شي.

کندهار ښار کې غږیزې ککړتیا خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراټورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپېکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.

نور راپورونه