منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

په درېیو ولایتونو کې له نږدې ۱۵۰۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

نن په فراه کې له نږدې ۲۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، په سمنګان کې له ۳۴ ښځینه بندیانو سره د ژمنیو کالیو او نورو توکو او په بغلان کې له ۶۲۵۰۰ اړو کورنیو سره د مرستې لړۍ په پیلېدو سره له څه باندې ۱۲ زره کورنیو سره مرستې وشوې.

حسین قرباني: که جګړه نه وای، اوس به له معلولیت او بې‌وزلۍ نه کړېدم

حسین قرباني هغه معلول چې د ژمي په سړو شپو او ورځو کې له سهاره تر ماښامه د ځان او خپلې څلور کسیزې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه د وېلچر په وسیله د کابل ښار په سړکونو کې کرېډټ‌کارتونه پلوري وايي، که جګړه نه وای، اوس به له معلولیته نه کړېده.

غړي

پنځو ولایتونو کې له زرګونو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

لوګر او اروزګان کې له ۴۷۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، په پکتيکا کې پر ۵۲ زره اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه او په فراه او سرپل کې له ۷۴۴۰ بې وزلو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.

غړي

هرات کې د سپیانو داړلو پېښې ډېرې شوې دي

د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د سپیانو داړلو پېښې ډېرې شوې چې یوازې په تېرو یولسو میاشتو کې ۹۳۰ پېښې په دغه روغتون کې ثبت شوې دي.

غړي

د ټولګټو وزارت: د کابل – جلال‌اباد پر لاره یوازې چاین‌ لرونکي موټر د تګ راتګ اجازه لري

د ټولګټو وزارت د کابل – جلال‌اباد پر لويه‌لار د ترافيکي پېښو مخنيوي په موخه موټرچلوونکو ته امر کړی چې په ټايرونو کې له زنځير (چاينونو) څخه ګټه واخلي. د معلوماتو له مخې، يوازې پرون…

نور راپورونه