کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): په اروزګان کې پر پنځه زره ۴۱۸ کورنیو د خوراکي توکو وېش پيل شو، دغه راز کندهار کې له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او لوګر کې له ۱۶۰۰ مالدارو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته وشوه او بلخوا بیا ميدان وردګو کې پر ۸۶۷ کورنيو د هګیو چرګې وېشل کېږي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې پر پنځ زره ۴۱۸ اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پيل شو.
د دغه ولایت د والي ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوراکي توکو د وېش دغه لړۍ د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري هغو ۵ زره ۴ سوه او اتلس کورنیو ته پيل شوې چې د یوې سروې په پایله کې اړې او بېوزلې پېژندل شوې دي.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ لېټره غوړي، یو کیلوګرامه مالګه او ۵ کیلوګرامه د میندو او ماشومانو تقویې خواړه ورکول کېږي.
دی وايي، له یادو کورنیو سره به د پنځو میاشتو لپاره په دوامداره توګه یاده اندازه مرسته وشي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR له لوري په کندهار کې له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي نقیب الله مومن پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو کورنیو کې بېسرپرسته، معلولین، بېرته راستانه شوي او نورې اړې کورنۍ شاملې وې چې هرې کورنۍ ته ۴۷ زره او ۷ سوه افغانۍ ورکړل شوې.
هغه زیاته کړه، د دغې مرستې له لارې به یادې شوې کورنۍ وکړای شي تر یوه وخته خپلې اړتیاوې پوره کړي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان/ FAO له لوري د لوګر د مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ پر ۱۶۰۰ مالدارو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، هر مالدار ته د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه ترکیب شوي خواړه ورکړل شول څو په دې ساړه ژمي کې یې څاروي له لوږې سره مخ نه شي.
د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت مقام پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ یې د افغانستان د راتلونکو نسلونو (F.G.A) موسسې په ملاتړ د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د اقتصاد پیاوړتیا په موخه پر ۸۶۷ کورنيو د تخمي چرګانو وېش پیل کړ.
سرچینې نه دي ويلي چې هرې کورنۍ ته څو چرګان او د هغو ساتلو لپاره وسایل ورکول کېږي، خو ويلي يې دي چې دغه پروژه د کرنې ریاست سره په همغږۍ پلې کېږي او ټول لګښت يې ۴۸۲ زره امریکایي ډالر دی.
Visits: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن